د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلويزيون څو ورځې مخکې په کابل پوهنتون کې د سياسي چارو د يوه وژل شوي کارپوه وحيد مژده د څلورم تلين په مناسبت غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د وحید مژده په اړه ځينې ضد و نقیضې ادعاوې او هم جالب اعترافونه وشول، چې دلته لنډه کتنه ورته کوو.
«بې طرفه» وحيد مژده!
د ملي ټلويزيون طالب رييس احمد الله وثیق (چې په عين حال کې د طالبانو د عمومي وياند مرستيال او د افغان شخصیتونو سره د دوی د اړیکو کمیسیون ویاند هم دی) په خپله پرانيستې وينا کې ادعا وکړه، چې وحید مژده يو « بې طرفه» څېړونکی و او د ده په وينا د جمهوري نظام ملي امنیت ادارې د « حقايقو» د بيان په جرم وواژه.
د غونډې ځينو نورو ويناوالو هم وحيد مژده په همدې خاطر « مظلوم شهيد» باله، چې په وینا یې « د حقايقو بيانونکی» و او جمهوري نظام ونه زغمه.
د یادونې وړ ده، چې د مخکيني حکومت وياندويانو د مژده او نورو طالب پلوو څېرو وژل رد کړي وو.
طالبانو په یوه ویډیو کې هماغه مهال د ځينو کسانو اعترافونه خپاره کړي وو، چې ويل ېې دوی د ملي امنیت په اشاره مژده وژلی.
د طالبانو له لوري د يادو کسانو د مجازات ژمنه هم شوې وه، خو تر اوسه طالبانو د يادو کسانو د برخلیک په اړه څه نه دي ويلي.
داسې ادعاوې هم شوې وې، چې د طالبانو کابل مېشتي تبلیغاتي مبلغین په عين حال کې د دوی تر څنګ د امریکا سفارت او ناټو سره هم استخباراتي اړيکې لري او په عین حال کې د طالبانو رازونه پر دوی او د افغانستان پر جمهوري نظام پلوري.
يادې ادعاوې د امریکا د سفارت او ناټو په ځینو غونډو کې د وحید مژده د نیږدې تبلیغاتي ملګرو د ګډون د يو شمېر عکسونو له رسنیز کیدو وروسته مطرح شوې وې.
د دغو ادعاوو شدت تر هغې وروسته نور هم زيات شو، چې د جمهوري نظام په وروستيو کې د هدفي وژنو له زياتيدو سره د طالبانو مطرح کابل مېشتي مبلغين د ملي امنیت وروستي سلاکار حمد الله محب سره له لیدنې وروسته ترکېې ته لاړل او ادعا وشوه، چې د تګ او استوګنې لګښتونه ېې امنيت شورا پر غاړه اخیستي دي.
جالب اعترافونه!
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي، چې د طالبانو له واکمنيدو څخه وروسته اوږده موده د دوی د فرهنګي کمیسیون مشر و او د طالبانو تبليغاتي جګړه يې رهبري کوله، د وحيد مژده په اړه تاييد کړه، چې د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په نوم رسنيو سره غږيدونکي کس ته يې د طالبانو د اعلاميو په اړه مشورې ورکولې او په دې اړه يې د حامد کرزي د حکومت په وروستيو کلونو کې رسنيز شوی غږيز کليپ ريښتيا و.
د يادونې وړ ده چې ښاغلي مژده، چې په کابل کې يې ژوند کاوه، هغه مهال ياد شوی کليپ رد کړی او جعلي بللی و.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي متقي د طالبانو په لومړني رژيم کې له بهرنيو چارو وزارت سره د وحيد مژده ماموريت هم خورا مهم وباله او ويې ويل، چې نوموړي سره هغه مهال د طالبانو د مهمو اعلامیو په اړه مشورې کيدې.
وحيد مژده، چې له طالبانو څخه مخکې يې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي تنظيم سره تړاو درلود؛ د غونډې له اعترافاتو معلومه شوه، چې دغه ګوند سره پخوانۍ اړيکه هم د جمهوري نظام پر مهال ورته ډېره ګټه رسولې وه او د خونديتوب چتر يې ورته برابر کړی و.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رييس عبدالکریم خرم، چې د هغه ګوندي سابقه هم حزب اسلامي سره تړلې ده، غونډې ته په خپل استولي ويډيويي پيغام کې وويل، چې د وحيد مژده پلار يې د زندان د وخت ملګری و.
هغه د مژده د پلار په اړه نور څه ونه ويل، خو د خپلو خاطرو په کتاب کې يې ويلي وو، چې د محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د نظام ضدو شبنامو د خپرولو له امله بندي و.
عبدالکریم خرم دا هم وويل، چې وحيد مژده سره يې اوږده موده ملګرتيا وه او کله، چې د حامد کرزي د اطلاعاتو او فرهنګ وزير و؛ مژده ته ېې د وزارت د فرهنګي معینیت دنده وړانديز کړې وه، خو هغه نه وه منلې.
خرم دا هم وويل، چې د کرزي د حکومت په وروستيو کلونو کې د طالبانو وياند سره د وحید مژده د غږيږې مشورتي مکالمې له خپريدو وروسته د افغانستان ټولو رسنيو مژده تحريم کړ، خو د ده « کابل نيوز» يوازينی ټلويزيون و، چې مژده يې سياسي بحثونو ته را غوښت.
ښاغلي خرم له مژده سره خپل اخلاص تر دې حده بیان کړ، چې له ټپي کیدو وروسته او له مړینې مخکې يې ژر روغتون ته رسيدلی و او صمیمیت يې دومره ورسره ډېر و.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سلاکار مولوي عبدالرحيم ثاقب په خپله وينا کې وويل، چې وحيد مژده د حامد کرزي د واکمنۍ په دويم کال سره له دې، چې په ستره محکمه کې يې دنده ترسره کوله، د طالبانو د تبليغاتي جګړې لومړنۍ مجلې ( عزم) ته د حکومت ديني عالمانو د شورا پر ضد ليکنه وکړه او تر پایه د دوی په ګټه فعال ليکوال او شنونکی و.
مولوي ثاقب، چې د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني له نيږدې کسانو څخه دی، دا هم وويل چې مژده يې د ملي امنیت له لوري په کابل کې تر نيول کيدو وروسته، په خوشې کیدو کې مهم رول درلود.
نتيجه ګيري او تبصره
د مژده د ياد غونډې له اعترافاتو څرګنده شوه، چې د طالبانو او وحيد مژده د ټولو پخوانيو ادعاوو برعکس، نوموړی د طالبانو د تبليغاتي جګړې مهم لوبغاړی و.
پخواني جهادي مشر استاد سياف، چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال يې څو ځلې د کابل په وزير اکبرخان کې د طالبانو د اعلاميو د ليکل کيدو ادعا کوله او لا ژوندی دی، هيله ده نور هم روښانه کړي، چې هدف يې همدا ښاغلی مژده او په کابل کې يې نور ملګري وو کنه؟
د ښاغلي خرم له اعترافاتو سره، په جمهوري نظام کې د پينځم ستون د موجودیت ادعاوې ښايي تر ډېره روښانه شوې وي.
کله، چې د شل کلن نظام د ديارلس کلن ولسمشر د دفتر رييس د طالبانو داسې روښانه مهم مطبوعاتي کس سره دومره نيږدې اړيکې لرلې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر مهال يې خپل مرستیال ټاکلو، له دې اخوا د « پينځم ستون» د موندلو لپاره نور کومو اسنادو ته اړتيا پيدا کيږي؟
که د طالبانو ژوندي « وحید مژده ګان» د خپلو پرونيو کړنو په اړه خولې پرانيزي، د مولوي ثاقب په شان د ډېرو نورو طالب بنديانو د خوشې کیدو رازونه به برسېره او ثابته به شي، چې د طالبانو د ښاغلي خرم په شان ډیر « مربیان» لرل، چې نن يې په برکت کابل کې دي او « مربع» خوري.
داسې کسان، چې د طالبانو په بيا واکمنيدو کې له مرستو سره يې د ميليونونه افغانانو ژوند « زهرجن» کړی، ليرې يا ژر به نور هم افشاء او د تاريخ مخ توري به وي.