۸صبح، ننګرهار: د طالبانو له خوا د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت پروړاندې د اعتراضونو په دوام کې د ننګرهار د یوه خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي هلکانو زدهکړیالانو د کال په وروستیو ازموینو کې له ګډون څخه ډډه وکړه.
یوه باوري ځایي سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د ننګرهار ولایت د مرکز جلالاباد ښار د سپین غر پوهنتون د طب پوهنځي زدهکړیالانو شنبه د مرغومي پر درېیمه نېټه د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت په اعتراض کې ازموینه پرېښې ده.
د سرچینو په وینا د هلکانو محصلینو له خوا دغه اقدام په داسې حال کې ترسره شوی، چې نجونې زدهکړیالانې له ازموینې ایستل شوې.
د سرچینو د معلوماتو له مخې د دغه پوهنتون د طب پوهنځي د محصلانو شمېر ۶۰ تنو ته رسېږي او ټاکل شوې وه، خپله وروستۍ ازموینه ورکړي.
د سپین غر پوهنتون مسوولانو او په ننګرهار کې ځایي طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې سرچینې د نیمروز پوهنتون د هلکانو محصلانو د اعتراض خبر هم ورکوي.
دغه محصلان شنبه د مرغومي پر درېیمه نېته غرمهمهال د اعتراض په توګه درسي ټولګیو نه دي ننوتلي او د نجونو پرمخ یې د پوهنتونونو د بیا پرانیست غوښتنه کړې ده.
له دې مخکې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو هم د طالبانو له خوا د نجونو د زدهکړو د منع کېدو پروړاندې اعتراض وکړ.