۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې له ازبکستان سره د سرخان – پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد پروژې پر پرمختګ، شته ستونزو او پاتې کارونو د چټکتیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.
باختر خبري اژانس چهارشنبه د تلې پر ۲۲مه راپور ورکړی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرايي رییس د ازبکستان د انرژۍ وزارت له مرستیال او تخنیکي مسوولانو سره په ګډه ناسته کې د دغې پروژې پر پرمختګ بحث کړی دی.
په دې ناسته کې د پروژې د مالي لګښتونو برابرول، د تخنیکي اسنادو بشپړول، د شته خنډونو لرې کول او درول شویو فعالیتونو بېرته پیلول ارزول شوي دي.
دواړو لورو د پروژې د بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو په موخه د همغږۍ پر پیاوړتیا او د چارو پر چټکتیا هوکړه کړې ده.





