• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

عربستان د حوثیانو پر وړاندې؛ پر امریکا د تکیې ازموینه

شجاع‌الدین امیني شجاع‌الدین امیني
۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791993882]
Social Media

Social Media

پر سعودي عربستان د حوثیانو وروستیو بریدونو بیا دا پوښتنه راپورته کړې: ایا له امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې او پرمختللو وسلو ته لاسرسی د عربستان د امنیت د ډاډمنېدو لپاره بسنه کوي؟ هغه زیانونه چې د حوثیانو توغندیو د عربستان بنسټیزو تاسیساتو ته اړولي او هممهاله په یمن کې د دې وسله‌والې ډلې پرمختګ او د ریاض د متحدو ځواکونو شاتګ ښيي چې په یوازې ځان متعارف پوځي ځواک نه شي کولی یو هېواد د نامتقارنو بریدونو پر وړاندې خوندي وساتي.

سربېره پر دې، خبره یوازې د حوثیانو وړتیا یا د عربستان دفاعي کمزورتیا نه ده؛ مهمه خبره له ریاض سره د امریکا د امنیتي ژمنو حدود او په «کړکېچنو شېبو» کې پر امریکا د سعودي د اتکا کچه ده. تر دې دمه امریکا له حوثیانو سره له مخامخ جګړې او بشپړې ښکېلتیا ډډه کړې ده، که څه هم په خبرو کې یې له عربستان سره د ملاتړ ژمنه کړې ده. د دغه وضعیت دوام په سعودي کې دا پوښتنه پیاوړې کوي: که د ریاض امنیت له واقعي ګواښ سره مخ شي، له امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې به کله پر «عملي اقدام» بدلې شي؟

البته، له دغه وضعیته دا پایله نه شي ترلاسه کېدی چې سعودي عربستان به ژر له امریکا واټن اخلي یا د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو لسیزو شراکت به پای ته رسېږي. د ریاض او واشنګټن ترمنځ پوځي، تسلیحاتي، استخباراتي او اقتصادي اړیکې ژورې او پایدارې دي او په لنډ وخت کې یې ځایناستی اسانه نه دی. خو ښايي له دغو اړیکو د عربستان برداشت بدل شي؛ یعنې د یوه مشخص بهرني ځواک پر ملاتړ د پراخې اتکا پر ځای، خپل امنیتي غوراوي پراخ کړي. دا چاره تر ډېره له امریکا سره د اړیکو د پرېکون مانا نه لري، بلکې له یوه ځانګړي ځواک سره د انحصاري تړاو کمول دي.

په همدغه چوکاټ کې بیا د سعودي، پاکستان او ترکیې ترمنځ د «مکې تړون» ارزښت مومي. د حوثیانو د بریدونو په زیاتېدو سره د دغه تړون د دفاعي مادو فعالېدل ښيي چې ریاض هڅه کوي سیمه‌ییز امنیتي میکانیزمونه پیاوړي کړي. که دا تړون د عربستان دفاعي او سیاسي وړتیاوې لوړې کړي، بیا هم له وخت مخکې ده چې د امریکا بدیل وګڼل شي.

له چین او روسیې سره د اړیکو پراخول هم د عربستان د «اړیکو د تنوع» تګلارې یوه برخه ګڼل کېدای شي. بیا هم له دغو قدرتونو سره د راکړې ورکړې او اړیکو پراخول د امریکا له ځایناستي کولو سره توپیر لري. د بېلګې په توګه، چین کولی شي په اقتصادي، انرژۍ او سیمه‌ییزو ډیپلوماټیکو چارو کې اغېزناک رول ولوبوي او روسیه هم په ځینو نورو برخو کې. خو دا چې دا اړیکې سملاسي د عربستان د دفاع لپاره پر عملي تضمین بدلې شي، جلا خبره ده.

د سعودي عربستان امنیت یوازې د «پوځي شریکانو» له ټاکلو سره تړلی نه دی؛ یوه برخه یې له هغې پرېکړې سره تړاو لري چې ریاض به یې د یمن د جګړې په اړه کوي. که د پوځي عملیاتو دوام د حوثیانو د بریدونو په درولو کې ناکامه شي او د بنسټیزو تاسیساتو، هوايي ډګرونو او سوداګریزو لارو د خوندیتوب لګښتونه په زیاتېدو وي، ښايي عربستان دې پایلې ته ورسېږي چې د ګواښ مهارول یوازې له پوځي لارې شونی نه دی. په داسې وضعیت کې بیا له حوثیانو سره محدوده هوکړه یو غوراوی کېدای شي؛ داسې چې موخه یې د بریدونو درول وي، نه د حوثیانو د ټولو غوښتنو منل او نه هم په یمن کې د ریاض تر ملاتړ لاندې حکومت پرېښودل.

دلته بیا د ایران د منځګړیتوب وړاندیز ځانګړی ارزښت لري. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان سره په ټیلیفوني خبرو کې د عربستان او حوثیانو ترمنځ د خبرو د اسانچاري لپاره د تهران چمتووالی څرګند کړی دی. ښايي دا وړاندیز ریاض ته هم یو ډیپلوماټیک فرصت وي او هم سخته ازموینه. البته، د تهران او حوثیانو اړیکې دې داسې نه انځورېږي چې ګواکې دا ډله د ایران د هرې پرېکړې تابع ده. هو، اسلامي جمهوریت پر حوثیانو نفوذ لري، خو دا په دې مانا نه ده چې تهران د دې ډلې پر چلند بشپړ کنټرول لري.

له دغو محدودیتونو سربېره هم که د اسلامي جمهوریت هڅې د بریدونو د درولو لامل شي، عربستان به ناچاره شي چې په یمن کې د تهران رول ته جدي پام وکړي او ښايي دې پایلې ته ورسېږي چې په ځینو شرایطو کې له ایران سره د کړکېچ کمول له سترو زبرځواکونو سره د پوځي همکارۍ هومره ارزښت لري. البته، دا ډول بدلون تر ډېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک نږدېوالي مانا نه شي لرلی.

بل پلو دا فرضیه هم راپورته کېږي چې عربستان ښايي له امریکا سره د مخامخې نښتې په پایله کې د ایران له کمزوري کېدو ګټه پورته کړي؛ ځکه د ریاض له انده د تهران د سیمه‌ییز ځواک په کمېدو به له حوثیانو او نورو ډلو څخه د ایران ملاتړ محدود شي. خو د سیال له احتمالي کمزورتیا څخه ګټنه او د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پراخېدو غوښتنې ترمنځ توپیر شته.

پر دې سربېره، له ایران سره پراخه جګړه به تر ډېره د عربستان په ګټه پای ته ونه رسېږي؛ ان ښايي د دغه هېواد په زیان تمامه شي. په ځانګړې توګه، که د اسلامي جمهوریت دې خبرداري ته پام وشي چې که د ایران پر بنسټیزو تاسیساتو برید کېږي، د سیمې هېوادونو بنسټیز تاسیسات به هم په نښه شي. ان که ایران کمزوری هم شي، دا نه شي ډاډمنولی چې سملاسي به حوثیان پر عربستان د برید وړتیا له لاسه ورکړي یا به د جګړې له دوامه لاس واخلي.

پورتنیو ټکو ته په پام، د عربستان تګلاره دې د امریکا، ایران، چین یا روسیې ترمنځ ساده غوراوي پورې نه راټيټېږي. ښايي ریاض د امریکا په مرسته د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا ته دوام ورکړي، د سیمه‌ییز ملاتړ د ترلاسي لپاره له «مکي تړون» څخه ګټه واخلي، له چین او روسیې سره اړیکې پراخې کړي او هممهاله له ایران او حوثیانو سره د خبرو لارې هم پرانیستې پرېږدي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

نتانیاهو: اسراییل د غزې د اشغال اراده نه لري
بهرني خبرونه

نتنیاهو: د اسراییلو له ټاکنو وړاندې پر ایران د بیا برید په لټه نه یو

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791992507]
متقي د هند سفارت له شارژدافیر سره د اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
خبرونه

متقي د هند سفارت له شارژدافیر سره د اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791986938]
ملګرو ملتونو راستنو شویو ته د کاري بوختیاوو د برابرولو خبر ورکړ
ټولنه

ملګرو ملتونو راستنو شویو ته د کاري بوختیاوو د برابرولو خبر ورکړ

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791986362]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.