۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې په روانه اوونۍ کې د پاکستان له زندانونو ۳۸۹ افغان کډوال خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبه د وږي پر ۱۲مه، پر خپله ایکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په خوشې شویو کډوالو کې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان شامل دي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، دغه افغان کډوال د بېلابېلو مودو لپاره د پاکستان په زندانونو کې بنديان وو.
د دې ادارې په وینا، ۳۲۹ کسان د تورخم له لارې او ۶۰ نور کډوال د کندهار د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پولیسو په تېرو څو کلونو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر په جدي توګه تعقیب کړی دی.
بلخوا، هره ورځ سلګونه افغان کډوال له پاکستان او ایرانه په جبري توګه افغانستان ته راستنول کېږي.





