۸صبح، کابل: طالبان وايي چې پرون ۱۲۲ کورنۍ چې ۵۴۲ کسان کېږي، په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت سهشنبه د تلې پر ۲۸مه خبر ورکړی چې دا کورنۍ له څلورو دروازو افغانستان ته راغلې دي.
د فطرت په خبره، ۲۱ کورنۍ د تورخم او ۱۲ نورې د سپین بولدک له لارې راستنې شوې دي.
د نوموړي په خبره، ۶۹ کورنۍ د نیمروز له لارې راغلې دي.
دغه راز ۲۰ کورنۍ بیا د هرات د اسلامکلا له پولې هېواد ته راننوتې دي.





