د لغمان پر مرکز د طالبانو برید؛ لوی درستیز او د لغمان والي د امنیت په اړه ډاډ ورکوي
د ۸صبح پښتو مجله

طالبانو د غبرګولي په دوهمه نېټه ماښام مهال د لغمان پر مرکز مهترلام برید وکړ. د هېواد لوی درستیز محمدیاسین ضیاء چې په لغمان کې د جګړې مشري پر غاړه لري وایي چې امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
د ملي دفاع په وروستۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګډو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۱۰ طالبان مړه او ټپیان شوي دي.
محمدیاسین ضیا ویلي، د تبلیغاتي ستونزو له کبله د لغمان په ځینو سیمو کې امنیتي ګواښونه موجود وو، خو سیمې ته د تازه دمو ځواکونو په رسېدو وضیعت بدل شوی. لوی درستیز ویلي، چې د مهترلام امنیت ټينګ شوی او هېڅ اندېښنه نشته.
دفاع وزارت وايي، لغمان د سقوط له ګواښه ژغورل شوی، خو خلک په لغمان کې د پوستو سقوط یوه دسیسه بولي.
د لغمان والي رسنیو ته ویلي، چې د ملي امنیت د اوپراتیفي مرستیال معلم قسیم په ګډون یې ۱۱۰ تنه د فساد په تور نیولي او څارنوالۍ ته يې معرفي کړي دي.
رحمت الله یارمل وايي: «د ملي امنیت اوپراتیفي مرستیال او تر سلو زیات کسان همدا اوس بندیان دي، دوی لوړه کړې وه چې له دې خاورې سره به خیانت نه کوي او دا دی ټک نه دی شوی، دوی تښتېدلي دي.»
د لغمان والي زیاته کړې چې د تازه دمو ځواکونو په ورسېدو سره په مهترلام ښار او ولسوالیو کې وضیعت ښه شوی دی. هغه خلکو ته ډاډ د امنیت په اړه ډاډ ورکوي.
د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ له سقوط وروسته طالبانو هڅه وکړه مرکز مهترلام تر خپلې ولکې لاندې راولي خو بریالي نه شول.
د مهترلام اوسېدونکي وايي، طالبانو ددې ولایت په زندان سخته جګړه وکړه، خو امنیتي ځواکونو بېرته په شا وتمبول.
د لغمان یو مدني فعال حنیف الله شهاب پشه یي وايي دولت شاه ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو لاسته ورغلې او ډېری پوستې يې نیولې دي.
هغه وايي: «دولت شاه ولسوالي او امنیه قومانداني د طالبانو په لاس کې دي، ډېری پوستې یې نیولې دي، په الینګار کې هم پوستې سقوط شوې، په علیشنګ ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.»
پشه يي وايي چې د تازه جګړو له امله په زرګونه کورنۍ بېځایه شوې او اوس له سختو ستونزو سره مخ دي. هغه زیاتوي، تازه دمي ځواکونه هم لغمان ته رسېدلي او د مرکز اړوندو سیمو کې له طالبانو سره په جګړو بوخت دي.
د لغمان د ولایتي شورا غړي وايي، دا ولایت سقوط نه دی خو که حکومت لږ ناغېړي وکړي ښايي د طالبانو لاس ته ورشي. د دغې شورا غړي ګلزار سنګروال له ۸صبح سره په خبرو کې ویلي، چې اوس مهال دولت شاه ولسوالي په بشپړ ډول د طالبانو په واک کې ده، په علیشنګ او الینګار کې پر پوستو د طالبانو بریدونه روان دي.
سنګروال وايي، د علیشنګ ولسوالۍ مقام، امنیه قومانداني او یو د اردو کنډک له حکومت سره دي او همداراز د الینګار ولسوالي ۵۰ سلنه پوستې سقوط شوې دي.
هغه وايي: «وضعیت هېڅ د ډاډ وړ نه دی، ډېری پوستې سقوط شوې او جګړه تر مهترلامه رارسېدلې ده، که دولت لږ غفلت وکړ نو لغمان به سقوط شي، زیات شمېر کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې، یو شمېر وګړي مړه او ټپیان شول دي.»
له بلې خوا، مرکزي حکومت لغمان ته د ملي امنیت په چوکاټ کې ۴۰۰ مفرضه قطعه ورکړې، چې ددې ولایت ځوانان به په کې ځای پرځای شي.
د لغمان چارواکي وايي، دا قطعه به په علیشنګ، الینګار، قرغیو ولسوالیو او مرکز مهترلام کې ډېر ژر فعالیت پيل کړي.
د ولایتي شورا غړي وايي، د لغمان له مرکز مهترلام سره د علیشنګ، الینګار او دولت شاه ولسوالیو لارې هم تړل شوې دي.
زرګونه کورنۍ هم د جګړو له امله له خپلو کورونو بېځایه شوې، چې اوس په نورو سیمو کې د خپلوانو په کورونو او یا هم خېمو کې ژوند کوي.
د لغمان د کډوالو رياست د معلوماتو له مخې، په دولت شاه، علیشنګ، الینګار او مهترلام کې ۲۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې او تر دې دمه له ۱۶۱ کورنیو سره مرستې شوې دي.
په لغمان کې د ولایتي شورا غړي او قومي مشران اندېښمن دي، که حکومت بیا هم د وضعیت په کابو کولو کې بېغوري وکړي، نو لغمان به په بشپړه توګه د طالبانو لاسته ورشي.