۸صبح، بلخ: طالبانو خبر ورکړی چې د مزارشریف په باختر مارکېټ د اورلګېدو په پېښه کې ۱۳۵ هټۍ بشپړې سوځېدلې دي.
په بلخ کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ شنبه د لړم پر ۹مه په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دا پېښه د جمعې پر ورځ شوې ده.
لومړنی اټکل ښيي چې د میلیونو ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه مارکېټ کې د جامو او بوټانو د پلور دوکانونو او ځينو سیاحتي شرکتونو فعالیت کاوه.
نوموړې قوماندانۍ د برېښنا شارټي او د دوکاندارانو بېاحتیاطي د اورلګېدنې احتمالي لاملونه بللې دي.
طالبان وايي، د مارکېټ د ودانۍ غیرمعیاري جوړښت، د اور وژنې د منظم سیستم نشتوالی او د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره اړینو تدابیرو ته نه پاملرنه د اور د خپرېدو او زیانونو د زیاتېدو لاملونه دي.





