۸صبح: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان پر ځینو برخو هوايي بریدونه کړي دي.
مجاهد د چهارشنبې پر سهار د غبرګولي پر ۲۰مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پهدغو بریدونو کې په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو کورونه بمبار شوي دي.
د هغه په وینا، د دغو بریدونو په پایله کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو د پاخه عمر سړی وژل شوي او ۱۴ نورې ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.
د طالبانو ویاند دا بریدونه «بشري جنایت» او «تېری» بللی او په کلکه یې غندلي دي.
مجاهد زیاته کړې چې د پاکستان پوځ د افغانستان د هوايي حریم په نقضولو سره دا بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې پاکستاني سرچینو ویلي وو چې د دغه هېواد هوايي بریدونو په افغانستان کې په ترهګرو ډلو پورې اړوند مرکزونه او بنسټونه په نښه کړي دي.
.





