۸صبح، کابل: د طالبانو عدلیې وزارت ویلي چې د خوست په ګربز ولسوالۍ کې یې ۱۵۱ جرییه ځمکه «دولتي» اعلان کړې ده.
نوموړي وزارت سهشنبه د زمري پر ۱۳مه ادعا کړې چې د طالبانو ځانګړې محکمې د اسنادو له ارزونې وروسته دا ځمکه «دولتي» تثبیت کړې ده.
د دغه امر له مخې، کومو کسانو چې له دې مخکې یې دا ځمکې په واک کې لرله، مکلف دي چې د طالبانو د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استراداد کمېسیون ته یې وسپاري.
دا ځمکه د ګربزو ولسوالۍ په باړې کلي کې موقعیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه جریبه ځمکې «دولتي» اعلان کړې دي.




