په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د پخواني جمهوریت سرتېري شکایت کوي چې د طالبانو د بېلابېلو ادارو له لوري په بېلابېلو پلمو نیول کېږي، بندیانېږي، شکنجه کېږي او ان په مرموز ډول وژل شوي هم دي. دوی وايي چې د طالبانو د مشر له خوا د تېر جمهوریت سرتېري د عمومي عفوې فرمان هم د افغانانو او نړیوالو په سترګو کې خاورې شیند دي. پخواني سرتېري زیاتوي چې دې چارې له جدي اندېښنو سره مخ کړي او غوښتنه کوي چې نړواله ټولنه دې طالبان د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ځورولو ته پرېنږدي.
فضل (مستعار نوم) چې د تېر جمهوري نظام پرمهال د ننګرهار په بټيکوټ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان و وايي، څه موده مخکې د طالبانو استخباراتو له خوا یادې ولسوالۍ ته غوښتل شوی او هلته یې له کوم دلیل پرته وهلی ډبولی دی. د نوموړي په خبره، طالبانو دوه ورځې بندي کړی و چې په دې موده کې یې هره ورځ د ټوپک په کنداغونو او زنځیرونو وهلیډبولی او سختې شکنجې یې هم ورکړي چې ذهني توازن یې لا هم پرځای نه دی. د پخواني جمهوریت دا قوماندان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «زه څو ورځې مخکې بټي کوټ ولسوالۍ کې استخباراتو وغوښتم چې تا سره مو کار دی، زه چې هلته ورغلم نو زه یې په بندیخانه کې واچولم، تر اوسه یې په دلیل او ګناه مې پوه نه یم، دوه ورځې یې بندي کړی وم او په دې دوو ورځو کې یې د ټوپک په کنداغونو او په زنځیرونو یې ووهلم، شکنجه یې کړم، د شکنجو له وجې مې اوس ذهن ګډوډ دی، هره ورځ بېلابېلو ډاکټرانو باندې ګرځم؛ خو هېڅ دوا را باندې تاثیر نه کوي، ډېر زیات یې وهلی یم.»
پخواني نظامیان وايي، طالبانو د خپلې دویم ځل واکمنۍ له لومړۍ ورځې تر اوسه د دوی پر وړاندې د غچ اخېستنې تګلاره غوره کړې چې په دې موده کې یې یوازې په ننګرهار کې د تېر حکومت سلګونه نظامیان نیولي، بندیان کړي، شکنجه او په مرموز ډول یې وژلي هم دي. د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی شرافت (مستعار نوم) چې د پخواني حکومت پرمهال یې د ملي اردو په لیکو کې دنده کړې وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دې ډلې درې ځلې بندي کړی او هر ځل یې د طالبانو په زندانونو کې سختې شکنجې لیدلي. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « ما په تېر حکومت کې ۱۲ کاله وظیفه وکړه، د طالبانو په حکومت کې په کور کېناستم، اوس دهقاني کوم؛ خو دې کې مې هم دوی نه پرېږدي تر اوسه یې درې ځلې بندي کړی یم وايي، ولې دې تېر نظام کې وظیفه کړې او زمونږ خلاف دې جنګ کړی، سخت وهل ـ ډبول او شکنجې یې راکړي، ما ته مالوم دي چې تر اوسه یې ننګرهار کې په سلهاوو پخواني نظامیان نیولي، بندیان کړي، شکنجه کړي او حتی ډېر یې داسې مړه کړي چې جسدونه په سیند، کانالونو او باغونو کې غورځولي او بیا یې ویلي چې نا پېژانده کسانو مړه کړي یا په شخصي دښمنۍ کې مړه شوي، دا پرته له طالبانو هېچا هم نه دي مړه کړي.»
د ننګرهار ترڅنګ کونړ هم یو له هغو ولایتونو دی چې د تېر پرځول شوي جمهوریت نظامیان په کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د آرام ساه نهشي اخېستی. پخواني سرتېري وايي، نه یوازې دا چې طالبان ورته پوځي او نورې ملکي دندې نه ورکوي؛ بلکې په بېلابېلو پلمو یې ځوروي چې دې چارې د دوی پر روان منفي اغېزې کړي.
د کونړ د مرکز اسعداباد اوسېدونکی جمیل (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپانې سره په خبرو کې زیاتوي: «ما د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د پولیسو په لیکو کې وظایف اجراء کړي؛ خو د طالبانو په حکومت کې هره ورځ را باندې لکه د قیامت تېرېږي، په آرامۍ مې ساه وانخېسته، هرو درې څلورو میاشتو کې مې ولسوالۍ ته غواړي، وظایف خو دوی نه راکوي؛ نو حد اقل په یوه او بل نوم مو ځورول خو پرېږدي، قسم چې نور یې راته د اعصابو تکلیف پیدا کړی.»
بل لور ته لغمان کې هم د پخواني دولت سرتېري زیاتوي چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کور ناست دي د طالبانو له ناسم چلند او ځورونې سر ټکوي. دوی وايي، د پخواني جمهوریت له پرځېدو وروسته کروندګرۍ او ورځ مزدورۍ ته لاس اچولی، خو د طالبانو استخبارات یې د شخصي عقدو له مخې له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور ځوروي. د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د فرشغان دَرې اوسېدونکی اسماعیل (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ما د تېر حکومت پر مهال په ملي اردو کې دنده ترسره کړې او چې کله طالبان راغلي؛ نو زه په کور شوی یم، کله ورځنۍ مزدوري کوم او کله چې نه وي بیا دهقاني کوم؛ خو طالبان مې په آرام نه پرېږدي، شخصي عقدې راسره پالي. کله راته وايي چې ولې دې پخواني حکومت کې دنده ترسره کړې، کله مې ونیسي او راته وايي چې مقاومت سره همکاري کوې، ډېر زیات مې ځوروي، حیران یو اخر څه وکړو، له وطنه د تېښتې امکانات هم راسره نشته چې بهر ملکونو ته لاړ شم او ژوند مې خوندي شي.»
په همدې حال کې په نورستان ولایت کې د پخواني نظام یو شمېر سرتېري نیوکه کوي چې د طالبانو رژیم پر خپلو ژمنو ولاړ نه دی او د پخوانیو نظامیانو په تړاو یې د عمومي بښنې خبرې هم د خلکو او نړیوالو په سترګو کې د خاورو شیندل دي. پخواني سرتېري وايي، که طالبان د پخوانیو سرتېرو له ځورونې لاس وانخلي راتلوونکې کې به سترې ننګونې او د غچې اخېستنې لړۍ دوامداره کړي.
د لویدیځ نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی او د پخواني نظام د ملي پولیسو افسر محمدګل (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «طالبانو هسې تش په نوم د عمومي بښنې اعلان کړی، داسې میاشت نشته چې په نورستان کې پخواني نظامیان ونه نیول شي، بندیان نه شي، شکنجه نه شي. زه یې په تېرو درېیو کالو کې پنځه ځله نیولی یم، عمومي عفوه یې د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل دي، زما غوښتنه دا ده چې له دې کار دې لاس واخلي؛ ځکه دا به اینده کې د غچ اخېستو یو اساس کېږدي او په دې وطن کې د نفرت ټغر د تل لپاره خور وي.»
که څه هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو څو ځلې رد کړې چې پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د عمومي بښنې پر ژمنو ولاړ دي؛ خو پخواني نظامیان او څارونکي د طالبانو د رژیم دغه ادعاوې ردوي.
تر اوسه معلومه نه ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ټول هېواد په کچه څومره پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه د حاکم رژیم له لوري وژل شوي، خو د یو شمېر راپورونو پر بنسټ د واکمنې ډلې له له لوري په یوه او بله پلمه سلګونه پخواني افغان سرتېري وژل شوي، تري تم شوي او ګڼ نور له دې ډلې سره په زندانونو کې کې د بند ترخې ورځې شپې تېروي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پخواني جمهوریت لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل یوه ټوېټ کې ادعا کړې وه چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رييس ډاکټر بشیر په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شااوخوا ۱۲۰۰ پخواني افغان سرتېري پرته له محکمې وژلي وو.





