۸صبح، هلمند: د هلمند ځايي سرچینې وايي چې ناڅرګندو وسلهوالو په دغه ولایت کې یو مخکېنی سرتېری په ډزو وژلی دی.
سرچینو چهارشنبه د سلواغې پر ۱۰مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه تېره ورځ د هلمند مرکز، لښکرګاه ښار په درېیمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، دا مخکېنی سرتېری فیضالله معراج نومېده او په تېر حکومت کې د پولیسو قوماندان و.
سرچینې وایي چې فیضالله د هلمند د موساکلا ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی و.
د سرچینو په وینا، نوموړي د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته موټر چلولو.
سرچینو زیاته کړې چې دا مخکېنی سرتیری څو ځلې د طالبانو له خوا نیول شوی او شکنجه شوی و.
په هلمند کې طالبانو تراوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې دغې ډلې تېره ورځ هم درې مخکېني دولتي کارکوونکي په هلمند کې له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي وو.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې په لسګونه مخکېني سرتېري د بېلابېلو پلمو له مخې وژلي دي.





