۸صبح، پکتیا: د پکتيا سيمهييزې سرچينې وايي چې په دغه ولایت کې د یو روغتون ساتونکي طالب جنګیالي يو سړی په ډزو وژلی دی.
سرچینو یکشنبه د مرغومې پر ۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دا پېښه تېره پنجشنبه وروسته له هغې رامنځته شوې چې دې سړي د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ روغتون یو بېړنی ناروغ وړی و.
د سرچينو په وینا، دا کس هغه مهال وژل شوی چې د روغتون په دروازه کې يې له طالب جنګیالي سره لفظي شخړه کړې ده.
وژل شوی سړی «محبالله» نومېده او موټرچلونکی و.
سرچينو تر اوسه د طالب جنګيالي د نيول کېدو په تړاو راپور ورکړی نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې طالبانو په پکتیکا ولایت کې هم د یو قومي مشر زوی په ډزو وژلی و.





