۸صبح، کابل: په هلمند کې سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبان د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کوڅهډبي سپي په ډزو وژني.
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ سهشنبه د تلې پر ۲۱مه اعلان کړی چې تېره شپه یې په دغې ولسوالۍ کې ۶۲ سپیان په ډزو وژلي دي.
مخکې هم طالبانو د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار او ولسوالیو کې د سپیانو د وژلو د کمپاینونو د پیل خبر ورکړی و.
اخوا بیا د هلمند ځينې اوسېدونکي دا ډول چلند غندي.
دوی وايي، پر ډزو د حیواناتو وژل وحشیانه چلند دی او د خلکو ترمنځ وېره خپروي.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکی محمدبشیر وايي چې طالبان هره شپه د ښار په واټونو کې ډزې کوي او سپيان وژني.
هغه زیاتوي چې د طالبانو له خوا د سپیانو وژل د خلکو د اندېښنې او رواني نارامۍ لامل ګرځېدلی.
محمدبشیر له طالبانو غواړي چې که د کوڅهډبو سپیانو د له منځه وړلو اراده لري، نو د دې لپاره دې له نورو لارو چارو کار واخلي.
د سرچینو په وینا، طالبان د افغانستان په سوېل لوېدیځو ولایتونو کې هم کله ناکله سپي په ډزو وژني.





