۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی، چې د اړتیا په صورت کې به د تاپي پروژې د امنیت د تامین لپاره ځانګړي ځواکونه رامنځته کړي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیالۍ شنبه د سلواغې پر لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو پاکستان او هند ته د افغانستان له لارې له ترکمنستانه د ګاز د لېږد پروژه یو مهمه سیمهییزه پروژه بللې ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان کې د تاپي پروژې د پيل لپاره ټول چمتوالي نیول شوي دي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې د تاپي پروژې سیمهییزې ګټې ته په پام د سیمې هېوادونه مسوولیت لري، چې دغه پروژه عملي کړي.
د ویلو ده، چې موده مخکې د طالبانو د دفاع وزارت او د استخباراتو ریاست د تاپي پروژې د امنیت د تامین لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی دی.