طالبانو په هلمند کې د فوټبال یو لوبغاړی وواژه

۸صبح، هلمند: هلمند کې سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د فوټبال د یوه لوبغاړي د وژلو خبر ورکوي.

سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو یکشنبه د لیندۍ پر ۲۷ د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په عینک سیمه کې د فوټبال یو لوبغاړی وژلی دی.

د فوټبال د دغه لوبغاړي نوم نجیب‌الله و او ۳۰ کاله عمر یې درلود.

ویل کېږي، چې دغه ځوان هلمند کې د فوټبال په برخه کې مشهور و.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان وګړي د طالبانو له خوا دا ډول وژنو اندېښمن کړي دي.

ورته لیکنې

Back to top button