۸صبح، کابل: د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت په خپاره شوي پيغام کې ویلي، چې د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ډیپلوماتیک تعامل غواړي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله په دغه پيغام کې چې نن چهارشنبه د چنګاښ پر ۱۵ خپور شو، ویلي چې د نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي او ډيپلوماتیک تعامل غوښتنوال دی او دا تعامل د افغانستان په ښېګڼې ګڼي.
که څه هم پرون د افغانستان له خاورې پر اوزبیکستان څو توغندي وتوغول شول؛ خو د طالبانو رهبر ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارېږي.
د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت په پيغام کې د نجونو ښوونځیو پرانیستو ته اشاره نه ده کړې.
ملا هبت الله اخوندزاده هیله ښوولې، چې افغانان دې له دغې ډلې خپل ملاتړ اعلان کړي.