۸صبح، کابل: د سوړ ژمي موسم په درشل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت هېواد ته له ازبکستان او ترکمنستانه د وارداتي برېښنا له پرچاوي خبر ورکړی دی.
نوموړي شرکت یکشنبه د لیندۍ پر ۲۵مه د اېکسپاڼې له لارې په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي د ازبکستان وارداتي برېښتا د تخنیکي او د ترکمنستان د شدیدو توپانونو له وجې پرچاو شوې ده.
نوموړي شرکت همداراز زیاته کړې چې د ایران وارداتي برېښنا هم په هغه هېواد کې د تخنیکي ستونزو له کبله پرچاو شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې هېوادوال د برېښنا له پرچاوي شکایت کوي.
هرکال د ژمي په رارسېدو سره ښاریان د برېښنا نشتوالي له کبله له ننګونو سره مخ وي.
افغانستان د اړتیا وړ برېښنا ډېره برخه له ایران، ازبکستان او ترکمنستان څخه تأمینوي.




