۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې پرون ۱۳۲ کورنۍ چې ۶۰۰ کسان کېږي، په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت دوشنبه د لړم پر ۱۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۴۷ کورنۍ چې ۲۳۷ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د دې خبرپاڼې له مخې، ۶۹ کورنۍ چې ۳۰۲ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
همداراز، ۱۳ کورنۍ چې ۴۲ کسان کېږي، د هرات د اسلامکلا له لارې او درې کورنۍ چې ۱۹ کسان کېږي، د کندهار د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.





