طالبان: د نجونو د زدهکړو په تړاو د اسلامي همکارۍ سازمان اندېښنه د درک وړ ده

۸صبح کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د اسلامي همکارۍ سازمان د فوقالعاده غونډې په تړاو ویلي، چې د نجونو د زدهکړو په هکله د دغه سازمان اندېښنه د درک وړ ده.
مجاهد پنجشنبه د مرغومي پر ۲۲ د یوه ټویټ په خپرولو د افغانستان په تړاو د اسلامي همکارۍ د سازمان د غونډې او اعلامیې هرکلی کړی دی.
هغه لیکلي: «په رښتیا هم نړیوال باید له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونهکړي.»
هغه زیاته کړه، د ښځو د تعلیم په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان اندېښنه د درک وړ ده او د مجاهد په وینا دا ستونزه به هواره شي.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي همکارۍ سازمان اجرایوي کمېټې په خپلې وروستۍ اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري ناورین او بشري حقونو پر خرابېدو سخته اندېښنه ښودلې ده.
د دغې کمېټې په وینا، ښوونه او روزنه یو اساسي بشري حق دی، چې ټول وګړي یې باید د برابرو فرصتونو پر بنسټ او له تبعیض پرته ترې برخمن شي.
دغې کمېټې له طالب چارواکو غوښتي دي، چې د ملګروملتونو د منشور او د اسلامي همکارۍ سازمان د منشور اصولو او موخو ته ژمن و اوسي.