۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې د نړۍ هېوادونه او نړیوال سازمانونه له افغانانو سره له خپلو مرستو د سیاسي فشار د ابزار په توګه کار وانخلي.
د طالبانو اعلامیه چې د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۱۵مه نېټه، خپره شوه له ملګروملتونو، د نړۍ له شتمن هېوادونو او نورو مرستندویه سازمانونو غوښتل شوي پر شته ننګونو د برلاسی لپاره صادقانه همکاري وکړي او له خپلو مرستو د سیاسي فشار په توګه کار وانخلي.
په دې اعلامیه کې، د دوحې تړون پر بنسټ د امریکا وتل، یو مهم ګام بلل شوی او یادونه شوې چې دا وتل باید نورو ته یو واضح پیغام وي ترڅو پر افغانستان د برید فکر ونکړي.
د طالبانو له خوا دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د نړۍ هېوادونه له دې امله چې د طالبانو له لوري یې د ژمنو نه عملي کول بولي له افغانستان سره یې خپلې مرستې درولې دي.