۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغان پناهغوښتونکو د ایستلو په اړه د امریکا د پرېکړې په غبرګون کې له واشنګټن غوښتي چې دا بهیر په مسوولانه توګه ترسره کړي.
طالبانو دوشنبه د لړم پر ۱۱مه، په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې درېیم هېوادونه باید د لنډمهالو امتیازاتو د ترلاسه کولو یا نورو لاملونو له مخې د نورو هېوادونو له وګړو سره د معاملې د وسیلې په توګه چلند ونه کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې دا ډله چمتو ده په دې اړه له واشنګټن سره د متقابل تفاهم پر بنسټ او په رغنده توګه خبرې وکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا حکومت افغانستان ته د څه باندې ۱۵۰ پناهغوښتونکو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه.
نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې د دغو کډوالو د لېږد لومړۍ الوتنه ښايي د دوشنبې په ورځ ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې پناهغوښتونکي د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي؛ ځکه امریکا د طالبانو له رژیم سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري او نه شي کولای دغه کسان په مستقیم ډول افغانستان ته ستانه کړي.





