۸صبح، کابل: تمنا زریاب پریاني، چې د لاریون کوونکو ښځو له ډلې څخه ده، د جرمني په کولن ښار کې د خپل اعتصاب په لسمه شپه د دوی غوښتنو ته د نړۍ د هېوادونو پر بې غورۍ نیوکه کړې ده.
پریاني د یکشنبې په شپه، د سپټمبر په ۱۹مه اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، افغانستان باید د یو داسې هېواد په توګه په رسميت وپیژندل شي چیرته چې «جنسیتي اپارټایډ» شته دی.
هغې لیکلي: «موږ مرو، خو نه شاته کېږو، موږ عمل غواړو. نړۍ ولې خاموشه ده؟»
پریاني زیاته کړه: «دا چوپتیا د شرم وړ ده.»
تمنا زرياب پريانۍ او يو شمېر نورو ښځينه فعالانو يوولس ورځې وړاندې د افغان ښځو د وضعيت په اړه د نړۍ د بې غورۍ له امله خپل دولس ورځني اعتصاب پيل کړ.
دوی په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په رسمیت پیژندلو او د طالبانو له ډلې د مالي او سیاسي ملاتړ د بندولو غوښتنه کوي.
په تېرو څو ورځو کې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د افغانستان یو شمېر ښځو مظاهره چیانو اعلان کړی چې په جرمني کې به د ښځو له اعتراض کوونکو سره یوځای د نه خوړلو اعتصاب وکړي.