څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جي۲۰ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کې جوړه شوې وه، د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې د طالبانو او پاکستان د ترینګلتیا او د روسیې د منځګړیتوب په اړه وویل، که د منځګړیتوب لپاره فرصت برابر شي، واشنګټن به هم ورګډ شي. نوموړي هممهاله د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان له دریځه ملاتړ کړی دی. پاکستان او طالبانو د روبیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی: د امریکا له منځګړیتوبه هرکلی؛ په دې توپیر چې طالبانو د پاکستان پرتله ډېره لېوالتیا ښودلې ده.
که د ځینو هېوادونو، په ځانګړې توګه د سترو زبرځواکونو لېوالتیا ته وکتل شي چې غواړي د پاکستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي، دا پایله ترلاسه کېږي چې د طالبانو رژیم له اسلاماباد سره د تاوتریخوالي دوام او زیاتوالی په ګټه بولي؛ یعنې څومره چې روان کړکېچ پراخېږي، په هماغه کچه د طالبانو نوم پر خولو ګرځي او د افغانستان د واکمن رژیم په توګه یادېږي، داسې چې د افغانستان د ګټو د دفاع لپاره له یوه بهرني تېري کوونکي هېواد سره پر جګړه بوخت دی. دغه راز، د کړکېچ د هواري لپاره د منځګړیتوب هڅې هم زیاتېږي او د سیمې او نړۍ مهم هېوادونه د کړکېچ د حل لپاره مټې رانغاړي. چین، روسیې، سعودي عربستان، قطر، ترکیې، ایران او اوس امریکا یا په عملي توګه د منځګړیتوب هڅې کړې – چې کومه ځانګړې پایله یې نه ده لرلې – یا یې لږ تر لږه په دې برخه کې لېوالتیا څرګنده کړې ده.
کله چې د سیمې او له سیمې هاخوا هېوادونه ډګر ته رادانګي، دا د طالبانو د رژیم په ګټه تمامېږي. لږ تر لږه ګټه یې دا ده چې طالب استازي پرلپسې نورو هېوادونو ته سفرونه کوي، له مقابل اړخ (پاکستان) سره د برابر لوري په توګه د خبرو مېز ته کېني او د افغانستان د واکمنو په توګه د نورو هېوادونو له جګپوړو چارواکو سره ګوري او د سیمې د امنیت د ټینګښت او د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د خپرېدو د مخنیوي په اړه خبرې کوي او هڅه کوي، لږ تر لږه ځانونه د افغانستان د ګټو د مدافعانو په توګه وښيي. دا په دې مانا چې که د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د نړیوالې ټولنې له پامه لوېدلی وي، لږ تر لږه د نړۍ ځینې ځواکمن هېوادونه ورسره اړیکه نیسي او له ګاونډیو سره یې د ستونزو د هواري هڅې کوي.
هغه څه چې پورته یې یادونه وشوه، که امریکا د منځګړیتوب ډګر ته راودانګي، دا به طالبانو ته له ګڼو ګټو ډک وي. منځګړیتوب په دې مانا چې منځګړی لوری په اصل کې «بېپرې» دی، د شخړې د ښکېلو خواوو دریځونه په غور اوري او په جدي ډول یې د لارو چارو په لټه کېږي چې د «دوښمنۍ څپرکي» پای ته رسېدو ته لار هواره شي. دغه راز، د بېپرېتوب د اصل په پام کې نیولو، هڅه کوي د شخړې ښکېلې غاړې ځینو برخو کې له خپلو دریځونو تېرېدو ته وهڅوي او په خبرو کې د «راکړه ورکړه» اصل ته ژمن پاتې شي. کله چې د نړۍ ستر زبرځواک (امریکا) له پاکستانه چې اټومي قدرت او د نړیوالې ټولنې رسمي غړی دی، وغواړي چې د طالبانو رژیم ته امتیاز ورکړي، کومه وړه او بې ارزښته پېښه نه ده. د دې چارې ارزښت هغه مهال لا ښه څرګندېږي چې امریکا د پاکستان ملاتړې وبلل شي. چې داسې وي، تمه دا ده چې امریکا د منځګړیتوب پر ځای پر طالبانو فشار راوړي. کله چې داسې نه کوي، طالبانو ته د امتیاز ورکولو زمینه برابرېږي.
سربېره پر دې، طالبان له امریکا سره د ملګرتیا په ارمان کې دي. د دې ډلې رژیم د داسې پلمې په لټه دی چې له واشنګټن سره د ملګرتیا لار ورته پرانیزي. له پاکستان سره خبرې، هغه هم د امریکا په منځګړیتوب، واشنګټن ته د نږدې کېدو تر ټولو ښه پلمه کېدای شي. په دې سره، طالبان هم ویلی شي چې د نړۍ تر ټولو ستر ځواک یې د خبرو ډګر ته راکاږلی او هم له سپینې ماڼۍ سره د اړیکو او تعامل کچه لوړولی شي. کله چې داسې وشي، د امریکا او طالبانو ترمنځ به د تعامل نوی پړاو پیل شي. البته، طالبان به په دې احتمالي بهیر کې هڅه وکړي چې په پاکستان کې د ناامنۍ او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) د فعالیتونو په اړه ځانګړی روایت تر امریکايي لوري ورسوي؛ داسې چې لرې نه ده د سپینې ماڼۍ پر لیدلوري هم اغېز وکړي.
له بلې خوا، امریکا هم له طالبانو سره د اړیکو ټینګولو ته لېوالتیا لري؛ داسې اړیکې چې د دې ډلې رژیم ته مشروعیت ورنه کړي. واشنګټن نه یوازې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو ته بې مېله نه ده چې لېوالتیا هم لري. خپله ډونالډ ټرمپ هم څو وارې په دې اړه څرګندونې کړې او د منځګړیتوب لپاره یې لېوالتیا ښودلې؛ بې له دې چې ډګر ته راودانګي. که د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا نوره هم پراخه شي او امریکا هم د منځګړي په توګه ډګر ته راشي، له ټرمپ څخه لرې نه ده چې په واشنګټن کې د ښکېلو خواوو استازي راټول کړي او ترمنځ یې د یوه هوکړهلیک په لاسلیکولو ادعا وکړي چې یوه بله جګړه یې هم پای ته رسولې او اوس بیخي د سولې د نوبل جایزې وړ دی. که امریکا رښتیا له طالبانو سره د اړیکو ټینګولو په لټه وي، نه په لوړه کچه، بلکې یوازې محدودې، منځګړیتوب ورته ښه پلمه ده او احتمالي نیوکو ته هم ځواب ویلی شي.
مهم ټکی دا چې ان دا احتمال هم شته چې طالبان به په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې له پاکستان سره د کړکېچ کچه لوړه کړي، په دې موخه چې امریکا منځګړیتوب ته مجبوره شي. لامل یې هماغه دی چې پورته یې یادونه وشوه: د منځګړیتوب په بهیر کې له امریکايي استازو سره د لیدنو او خبرو له لارې ګټې. تر دې دمه د روبیو څرګندونې یوازې د رسنیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وې، نه دا چې د امریکا رسمي دریځ وي. روبیو نه دي ویلي چې امریکا به حتمي منځګړیتوب کوي، بلکې دا یې د مناسبو شرایطو له برابرېدو سره مشروط بللی دی. یوه بله خبره دې هم له پامه نه غورځول کېږي: که امریکا ډګر ته رادانګي، چین، روسیه او ایران به خوابدي شي؛ هغه مثلث د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یې هڅې کړې دي، خو تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې.





