په اروپا کې د بمي چاودنو ګواښ د مسافر وړونکو الوتکو د الوتنې د مسیر د بدلون او په څو هېوادونو کې د بېړنۍ ناستې لامل شوی دی.
الجزیرې پنجشنبه د نومبر پر ۵مه راپور ورکړی چې شاوخوا ۱۲ الوتنې د بمي چاودنو له ګواښونو سره مخ شوې دي.
یوه الوتکه چې له ډوبلین څخه روم ته روانه وه، د احتمالي بمي چاودنې د ګواښ له ترلاسه کولو وروسته یې د الوتنې مسیر فرانسې ته اړولی دی.
د فرانسې هوايي ځواکونو ویلي چې د دغه ګواښ په اړه د راپور له ترلاسه کولو وروسته یې خپلې جنګي الوتکې د یادې مسافر وړونکې الوتکې د بدرګې لپاره لېږلې دي.
د فرانسې د لومړي وزیر دفتر په وینا، دغه الوتکه د پاریس په لوېدیځ د اورو په هوايي ډګر کې کېناسته او ۱۵۱ مسافر او د الوتکې شپږ کسیزه عمله یې خوندي ځای ته لېږدولې ده.
په یوه بله پېښه کې بیا بلغاریا اعلان کړی چې درې الوتکو د بمي چاودنو د ګواښونو له امله د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.
د راپور له مخې، هغه الوتکې چې د ډنمارک له پلازمېنې کوپنهاګن او د هسپانیا له پلازمېنې مادرید څخه یې الوتنې کړې وې، د بلغاریا په پلازمینې صوفیه کې ناستې دي.
دا پېښې څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې ورته ګواښ د څو الوتنو د مسیر د بدلون او په پولنډ کې د یوه هوايي ډګر د تړل کېدو لامل شوی و.





