۸صبح، کابل: د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر څارنوالان، چې جلاوطنه دي د افغان څارنوالانو د ټولنې د جوړېدو خبر ورکوي.
دغه څارنوالانو سه شنبه د کب پر ٢ نېټه د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي، چې د افغانستان د څارنوالۍ د مسلکي کارکوونکو د چارو د لا ښه انسجام په موخه د څارنوالانو د ټولنې کارونه په پاکستان کې د مېشتو افغان څارنوالانو د چارو تنظیم پورې محدود وو، په رسمي توګه «په جلاوطنۍ کې د افغان څارنوالانو ټولنې» د جوړولو اعلان کوي.
د دوی په وینا، اوس نه یوازې څارنوالان، بلکې د هغوی کورنۍ هم د هغه کسانو له خوا ځورول کيږي چې د طالبانو له خوا په بېلابېلو جرمونو تورن شوي کسان له زندانونو خوشې شوي دي، همدارنګه دوی د طالبانو د غړو له خوا هم ګواښل کېږي.
دغو څارنوالانو زیاته کړې، چې د دوی یو شمېر همکاران یې چې نه شي کولای له افغانستان څخه ووځي په وېره کې ژوند کوي او له ټولنیز ژوند څخه محروم شوي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو د افغانستان د واک له ترلاسه کولو وروسته د تېر حکومت قاضيانو ته د کار اجازه نه ده ورکړې او د لويې څارنوالۍ کاري واکونه يې محکمو ته سپارلي دي.