۸صبح، کابل: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په هېواد کې ټولې مروجې ژبې باید له تبعیض او امتیاز پرته د درناوي ترڅنګ وده او پراختيا ومومي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سه شنبه د کب میاشتې پر دویمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دغه وزارت د ټولو مورنيو او اصلي ژبو د فرهنګي ميراثونو او فرهنګي شتمنيو د ساتنې او ودې او پراختيا ته ژمن دى.
په اعلامیه کې راغلي: «په یوه ټولنه کې ژبې د اړیکو او افهام او تفهیم وسیله ده بايد په هیواد کې ټولو ژبو ته له تبعیض او امتیاز پرته د درناوی ترڅنګ وده او پراختیا ورکړل شي.»
دغه وزارت زياته کړی چې اوسمهال په هېواد کې تر ٣٠ زياتې مورنۍ او اصلي ژبې د ترويج او کارولو وړ دي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسوول ارګان په توګه د ټولو مورنيو او اصلي ژبو د تنوع ساتنې او ودې ورکولو ته ژمن دى.
د يادونې وړ ده، چې د فبرورۍ ۲۱ چې د کب مياشتې له ۲ نېټې سره برابره ده، د يونيسکو له خوا د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.