۸صبح، کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکړی چې د طالبانو عدلیې وزارت په کابل کې «راه فردا» ټلویزیون بند کړی، د دغې رسنۍ د امتیاز څښتن سلمان اخلاقي یې نیولی او د نوموړي سملاسي ازادولو غوښتنه یې کړې ده.
یاد بنسټ یکشنبه د وږي پر ۱۵مه په خپرې کړې اعلامیې کې ویلي چې طالبانو د کابل په «سرکاریز» سیمه کې د راه فردا ټلویزیون دفتر مهرولاک کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې دا اقدام د راه فردا ټلویزیون له بیا پرانیستل کېدو شاوخوا درې میاشتې وروسته شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، یاد ټلویزیون له بیا پرانیستل کېدو وروسته له اقتصادي او تخنیکي ستونزو سره مخ و او له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې کارکوونکي دفتر ته نه تلل، خو له مخکې ثبت شوې خپرونې یې د سپوږمکۍ له لارې خپرولې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغې ټلویزیوني شبکې تړل غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي، سلمان اخلاقي له قید او شرط پرته خوشې او یادې رسنۍ ته د بیا فعالیت اجازه صادره کړي.





