۸صبح، کابل: د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې ملي لوبډله به د روان کال سپټمبر کې د نیوزېلنډ پر وړاندې له یوازینۍ ټېسټ لوبې وروسته له سوېلي افریقا سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.
کرېکټ بورډ چهارشنبه د زمري پر ۱۰مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې له سوېلي افریقا سره به د افغان اتلانو درې نړیوالې لوبې د سپټمبر میاشتې له ۱۸مې پیل او تر ۲۲مې پورې به دوام وکړي.
دا لوبلړۍ به د افغان ملي لوبډلې په کوربتوب د دوبۍ په شارجه لوبغالي کې وشي.
د هېواد ملي لوبډله له دې لوبو مخکې په هند کې د نیوزېلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې یوازینۍ ټېسټ لوبه لري.
د افغان کرېکت بورډ عمومي مشر میرویس اشرف ویلي: «دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې د لومړي ځل لپاره د سوېلي افریقا لوبډلې پر وړاندې دوه اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوو او کوربتوب یې د افغانستان کرېکټ بورډ پر غاړه لري.»
د نوموړي په خبره، د سوېلي افریقا پر وړاندې لوبې به «له شک پرته» له ولولو ډکې وي.
کرېکټ بورډ ویلي چې له سوېلي افریقا سره د لوبو له پای ته رسېدو وروسته په پام کې لري چې له بنګلهدېش سره هم د لوبو نېټې په ډاګه کړي.





