۸صبح، کابل: د افغانستان کرېکټ بورډ ملي ادارې د اسټرالیا له لوري د ۲۰ اوریزو سیالیو د لغوه کېدو پرېکړه ناهیلېکوونکې بللې ده.
دغې ادارې چهارشنبه د کب پر ۲۹مه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې د کرېکټ سیالۍ باید له سیاسته لرې وساتل شي.
د اسټرالیا کرېکټ بورډ ادارې پرون ویلي و چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ډېر زیات ناوړه شوی او له همدې کبله یې د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې سره خپلې سیالۍ وځنډولې.
د افغانستان کرېکټ بورډ د اسټرالیا له حکومته غوښتي چې د دغه هېواد د کرېکټ پر ادارې دې خپلې تګلارې نه تحمیلوي او پر ځای دې په بېلابېلو سیمو کې د سپورټ پر ودې تمرکز وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د استرالیا کرېکټ بورډ ته یادونه کړې: «د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په توګه د کرېکټ لوبې ودې او پرمختګ ته کار وکړي او خپل دولت ته قناعت ورکړي چې د کرېکټ لوبې د ترسره کېدو پر وړاندې خنډ و نه ګرځي، د فشار واردولو پرځای د کرکټ ملاتړ وکړي.»
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي: «اېسيبي په افغانستان کې د لوبې ارزښت او د افغانانو له خوښۍ سره د تړاو له مخې، له سیاسي نفوذه د کرېکټ د جلا ساتلو دفاع کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې اسټرالیا له افغانستان سره په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو کې دوه نورې لوبې هم د طالبانو له لوري پر ښځو د لګول شویو بندیزونو له کبله لغوه کړې وې.