نوی لمریز کال په داسې حال کې رارسېدلی چې افغانستان له لویو ننګونو لکه بې وزلۍ، ناامنۍ، سیاسي بې ثباتۍ او د مشروع حکومت له نشتوالي سره مخ دی. د نوي لمریز کال په یوازې اوو ورځو کې په هېواد کې په بېلابېلو پېښو کې ۶۰ تنه وژل شوي دي. د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له تېرو جګړو د پاتې شویو توکو د چاودنې له امله اته ماشومان وژل شوي دي. دغه راز طبیعي پېښو لکه زلزلې او موسمي بارانونو د شاوخوا ۲۰ هېوادوالو ژوند اخیستی دی. پر دې سربېره، په پلازمېنه کې ځانمرګي برید، د لاسي ماینونو چاودنې، انسان تښتونې، هدفي وژنې او شخصي دښمنۍ هم د هېوادوالو د مرګ ژوبلې لامل شوې دي. خو طالبان پردې سربېره، چې د ځانمرګو بریدونو او هدفي وژنو په مخنیوي نه دي بریالي شوي، د طبیعي پېښو قربانیانو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې هم پاتې راغلي دي.
په وروستۍ پېښه کې د دوشنبې په ورځ د وري په ۷مه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دروازې مخې ته د یوه ځانمرګي برید په پایله کې شپږ ملکي وګړي ووژل شول، د هغوی له ډلې دوه هغه د پخواني حکومت ډیپلوماټان وو. د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه ځانمرګي برید کې د دې ډلې د درېیو جنګیالیو په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. خو سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې په دغه ځانمرګي برید کې د پخواني حکومت څلور ډیپلوماټان چې له طالبانو سره یې کار کاوه، وژل شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښې د مرګ ژوبلې په تړاو خپاره شوي عکسونه او تصویرونه یوازې د بهرنیو چارو وزارت دوه ډیپلوماتان ښيي. امان الله سلیم د بهرنیو چارو وزارت یو ډيپلوماټ دی. هغه څو بهرني ماموریتونه هم کړي دي. اسدالله امیري یو بل ډیپلوماټ دی چې په پرونۍ پېښه کې ووژل شو.
بلخوا، په کابل کې د ایمرجنسي روغتون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د پرونۍ چاودنې لس ټپیان او دوه مړي دغه روغتون ته لېږدول شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو پر وزارت په لومړي برید کې چې تېر کال د مرغومي په ۲۳مه وشو، د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ٢٣ کارکوونکي وژل شوي وو. په دغه برید کې تر ۴۰ ډېر کسان ټپیان شول.
ترور او سر پرې کول
د خپرو شویو راپورونو له مخې، طالبانو د جوزجان – سرپل پر لویه لاره د قرآن له یوه حافطه نه د هغه د مېرمنې او بچیانو په مخکې سر پرې کړی دی. ځايي سرچينې وايي، چې دغه کس عبدالودود نومېده. د هغوی په وینا، دغه کس د مارشال عبدالرشید دوستم یو پخوانی قوماندان و. طالبانو د پنجشنبې په ورځ د وري په ۳مه، د جوزجان – سرپل پر لویه لار د قره کین په کلي کې له عبدالودود نه د هغه مېرمنې او ماشومانو د سترګو پر وړاندې سر پرې کړی دی.
تښتونې او هدفي وژنې
سره له دې چې طالبانو په ځلونو په هېواد کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی، د نوي کال په لومړیو څلورو ورځو کې په هېواد کې د بېلابېلو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۰ تنه هېوادوال وژل شوي دي. په جوزجان کې طالبانو تایید کړې، چې ۳۰ کلن عبدالهادي نومی کس د ناپېژاندو وسله والو لخوا تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی دی. د طالبانو ځايي چارواکي وايي، عبدالهادي د پنجشنبې په ورځ د وري په ۳مه، د میمنې ښار له «کوک ګنبد» سیمې تښتول شوی او مړی یې د سرپل ولایت د مرکز په امام جعفر کلي کې موندل شوی دی.
په فراه ولايت کې د استوګنې پر يوه کور د وسله والو غلو له بريد وروسته يو تن وژل شوى او یو تن بل ټپی شوی دی. ځایي سرچینو د چهارشنبې په ورځ د وري په ۲مه، ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه د دغه ولایت د فراه رود ولسوالۍ په سپانزوی سیمه کې شوې ده. د سرچينو د معلوماتو له مخې، غلو د دغې کورنۍ پر غړو تر هغې وروسته ډزې وکړي چې هغوی یې پر وړاندې مقاومت وکړ.
دغه راز د ننګرهار ولايت د شيرزادو ولسوالۍ يو اوسيدونکى ناپيژاندو وسله والو وواژه. ځايي سرچینو د وري په ۲مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دا پېښه د جلال اباد ښار د سراج الامارت د بڼ شاته شوې ده. بل خوا، په تېرو پنځو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. په ۸صبح ورځپاڼې کې د ثبت شویو پېښو له مخې، د سه شنبې په ورځ د وري په لومړۍ نیټه، د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د یوه طالب جنګیالي په ګډون دوه تنه وژل شوی دی.
دغه راز تېره اوونۍ د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د سيف الدين په نوم يو پنځوس کلن کس د ناپېژاندو وسله والو لخوا ووژل شو. ځایي سرچینو ویلي، نوموړی د سه شنبه په ورځ د وري په لومړۍ نیټه په ډزو وژل شوی دی. تر اوسه د نوموړي د وژل کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو تر دې وړاندې داسې ادعاوې وې چې یو شمېر طالب جنګیالي خپل مخالفین په بېلابېلو تورونو صحرایي محاکمه کوي. په ورته وخت کې د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار د اتمې ناحيې د محمديه جومات امام چې نور محمد بیدکي نومېده، وژل شوی دی. د طالبانو ځایي چارواکي وايي، چې د دغه جومات د ملا امام د وژلو په تور يې يو تن نيولى، خو په اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي. د دې وژنې انګېزه تر اوسه پټه پاتې ده.
د دې ترڅنګ، باوري سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د وري په ۷مه، د جوزجان ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو یو کس وژلی دی. د سرچينو د معلوماتو له مخې، وژل شوى کس احسان الله نومېده او د مردان بالا کلي اوسېدونکی و. په يوه بله پېښه کې تېره اوونۍ د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د منځني عمر لرونکی یو کس وژلى دى. د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه جزیات نه دي ورکړي.
د چاودنو او لاسي بمونو له مله مرګ ژوبله
درارسيدلو راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په سمنګان ولايت کې د یوه لاسي بم د چاودنې له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول. د پنجشنبې په ورځ د وري په ۳مه، ځایي سرچینو ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، چې چاودنه په ایبک ښار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست په منځ کې شوې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغو وسله والو طالبانو تر چاودنې مخکې لفظي شخړه کړې وه. دغه راز په غزني ولايت کې د استوګنې په يوه کور کې د هاوان د سر ګلولې د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان شول. ځایي سرچینو د چهار شنبې په ورځ د وري په ۲مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دا پېښه د واغظ ولسوالۍ په چهارده کلي کې شوې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى. سرچينې زياته کړې، چې د هاوان سرګلو په دې سیمه کې له تېرو جګړو پاتې وه. دغه راز دبدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې ديوه لاسي بم دچاودنې له امله دوه ماشومان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) د یکشنبې په ورځ د وري په ۶مه، وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې په هېواد کې د بمي چاودنو له امله اته ماشومان وژل شوي دي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، دغو ماشومان له ناچاودو مهماتو سره د لوبو او د پلور لپاره د فلزاتو د راټولولو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د طبیعي پېښو له امله مرګ ژوبله
د پسرلي موسم په پېلېدو سره، سختو ورښتونو، سیلابونو، زلزلو او نورو طبیعي پېښو هم هېوادوال له جدي ګواښونو سره مخ کړي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی، چې د سه شنبې د ورځې د زلزلې په پایله کې د افغانستان په نهو ولایتونو کې پنځه تنه مړه شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي او د هېواد په نهو ولایتونو کې شاوخوا ۶۶۵ کورونه وران شوي دي. دغه راز په لغمان ولايت کې ځایي سرچينې تاييدوي، چې په دغه ولایت کې د دې زلزله کې دوه تنه مړه او لس تنه نور ټپيان شوي دي.
طالبانو هم په دې زلزله کې د پنځوسو تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. دغه مرګ ژوبله د کابل، بدخشان، پکتیکا، لغمان، خوست، بغلان او سمنګان ولایتونو اوسېدونکو ته اوښتې ده. خو په پنجشېر کې ځايي سرچينې تاييدوي، چې د سه شنبې د ورځې د زلزلې له امله په دغه ولايت کې د استوګنې يو شمېر کورونه وران شوي دي. په تخار ولایت کې د دې زلزلې له امله یو تن مړ شوی دی. ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه کس د فرخار ولسوالۍ په شینګان کلي کې مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د زلزلې په پایله کې د پروان ولایت په ځینو برخو کې لږ تر لږه د استوګنې ۱۷۰ کورونه وران شوي دي. ځايي سرچينو د وري په ۵مه ۸ صبح ورځپاڼې ته وويل، چې دغه زيانونه په سيدخېلو، شينوارو او سياه ګرد ولسواليو کې اوښتي دي. په دغه ولایت کې د زلزلې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
بلخوا، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دولت له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت د يکشنبې په ورځ د وري په ٦مه اعلان وکړ، چې د نوي لمريز کال په لومړيو شپږو ورځو کې په افغانستان کې د زلزلې او سېلابونو په پایله کې نهه تنه مړه شوي او تر ۱۷۰۰ زیات کورونه وران شوي دي. دغه وزارت دغه راز څرګنده کړې ده، چې د هېواد په اوو ولايتونو کې د واورو او سختو بارانونو له امله درې تنه مړه او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
په هلمند ولایت کې هم د سیلابونو له امله د دغه ولایت د نوزاد ولسوالۍ په خاشرود او ترني کلیو کې ۱۰ کوچیان مړه شوي دی. ځایي سرچینو د شنبې په ورځ د وري په ۵مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د دغو سیمو اوسېدونکو ته سخت زیان رسېدلی دی.
د ۱۴۰۲ کال د لومړۍ ا ونۍ په پېل کې په اروزګان ولايت کې د يوه کور د چت د لوېدو له امله يوه اته کلنه نجلۍ مړه او د يوې ښځې په ګډون دوه تنه نور ټپيان شول. ځايي سرچینو د جمعې په ورځ د وري په ۴مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه سهار شاوخوا ۶ بجې د ترینکوټ ښار اړوند «د کلاچې محبس» په سیمه کې د سخت ورښت له امله شوې ده.
په تېره یوه اوونۍ کې د شخصي شخړو قربانیان
تېره اوونۍ په هېواد کې د چاودنو، طبیعي پېښو او د طالبانو پر ضد د شویو ادعاوو ترڅنګ شخصي شخړو هم مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي سرچینو د وري په ۵مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې په فاریاب ولایت کې د څړځایونو پر سر د دوو کوچیانو د کورنیو د غړو ترمنځ د شخړې په پایله کې درې تنه وژل شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ په شوردریا سيمه کې شوې ده.
په هیواد کې کورني تاوتریخوالي او لفظي شخړو تل له هیوادوالو قرباني اخیستې ده. ځايي سرچینو د جمعې په ورځ د وري په ۴مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې په بغلان ولایت کې یوه سړي خپل ورور وژلی دی. دغه پېښه په تاله و برفک ولسوالۍ کې شوې ده.
په وروستيو ورځو کې ډیری هېوادوالو د وسله والو غلاوو د زياتوالي، د يو شمېر طالب جنګياليو لخوا د باج اخیستنې، د دغې ډلې د عقده يي چلند، د اعتراض کوونکو د ځپلو او نيولو، د پخوانيو امنيتي ځواکونو د پوښتنو ګروېږنو او بندي کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هېوادوال د دې ترڅنګ چې طالبان د امنیت په ټینګښت کې ناکام ګڼي، ټینګار کوي، چې دغه ډله خلکو ته د ټولنیزو او د هوساینې د خدمتونو د وړاندې کولو توان هم نه لري.