۸صبح، کندهار: کندهار کې سیمهییزې سرچینې له ۲۰ ورځو بېدرکه کېدو وروسته د یوه ځوان سوداګر د مړي له موندل کېدو خبر ورکوي.
د دغه ځوان سوداګر مړی، چې محمد صادق اڅکزی نومېده جمعه د لړم پر دیارلسمه نېټه د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ له اړوند سیمو موندل شوی دی.
کندهار کې ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې محمد صادق اڅکزی تازه له متحده عربي اماراتو بېرته راستون شوی و. هغه ۲۰ ورځې مخکې د سپین بولدک ولسوالۍ پر لار تښتول شوی و.
سرچینې زیاتوي، چې طالبانو د دغه ځوان سوداګر په تښتولو کې رول درلود.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې محمد صادق اڅکزی د کندهار د سپین بولدک اوسېدونکی و.