• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د یخنۍ موسم په درشل کې؛ روغتــیا وزارت د کــورونايي وضعیت د خــرابېدو پــه اړه اندېښنه لري

لیکنه: کریمه مرادي، ژباړن: م. ظریف صمیم

 لیکنه: کریمه مرادي، ژباړن: م. ظریف صمیم لیکنه: کریمه مرادي، ژباړن: م. ظریف صمیم
۱۱ ليندۍ/قوس ۱۳۹۹ - ۱ دسمبر ۲۰۲۰ [t_time:1606812962]

د ژمي په رارسېدو سره، په وروستیو ورځو کې په کورونا ویروس د اخته وګړو شمېر زیات شوی دی. د عامې روغتیا وزارت که څه هم وضعیت ښه بولي، خو وایي چې ښايي د ژمي په رارسېدو او د هوا په ککړتیا سره، د کووېد نولس ناروغانو شمېر زیات او په کورونا ویروس د اخته ناروغانو وضعیت لاخراب شي!
په تېرو لسو ورځو کې، د کورونا ویروس لږترلږه ۸۰۷ مثبتې بېلګې ثبت شوې دي. همداراز ۶۸۲ ناروغان روغ شوي او ۳۳ تنه هم مړي شوي دي. د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د کووېد نولس ناروغانو شمېر ته په پام سره،تراوسه هم د کورونا ویروس لومړۍ څپه نه ده تېره شوې.
له بلې خوا، دا وزارت د کورونا ویروس له دوهمې څپې سره د مقابلې لپاره، د چمتووالي خبر ورکوي او وايي چې د کورونا د وروستي ناورین تجربې ته په پام سره یې په دې برخه کې یوه هراړخیزه طرحه برابره کړې ده. که څه هم د ښوونیزو بنسټونو پرانیستلو ددغه ویروس د خپرېدو پر زیاتوالي دومره اغیزه نه دی کړی، خو دغه وزارت جوتوي: «اړتیا ده چې ټول محصلین او زده کوونکي ماسکونه وکاروي او روغتیايي لارښوونو ته پام وکړي!»
د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په هېواد کې په وروستیو ورځو کې، په کورونا ویروس د اخته وګړو شمېر زیات شوی دی. ددغه وزارت د تېرو لسو ورځو د شمېرو له مخې، څلور زره او ۲۶ شکمنې بېلګې آزمویل شوي او له دې ډلې،لږ ترلږه ۸۰۷ یې مثبتې تشخیص شوې دي. په دې پړاو کې، ۳۳ کووېد نولس ناروغان مړه شوي او ۶۸۲ تنه نور روغ شوي دي. په دې توګه، په ورځني ډول په کورونا ویروس د اخته وګړو منځنی شمېر اتیا او د روغو شویو منځنۍ شمېر هم ۶۸ تنو ته رسېږي. سربېره پر دې، هره ورځ د کورونا ویروس له امله د درېیو تنو مړینه ثبت شوې ده. په ولایتونو کې په هرات کې د کورونا ویروس د خپرېدو کچه لوړه ده. په تېرو لسو ورځو کې، په دغه ولایت کې ۲۷۰ د کووېد نولس ناروغان تشخیص شوي چې په منځنۍ ډول د ورځې ۲۷ تنه په دې ناروغۍ اخته کېږي.
د روغتیا وزارت چارواکي هم په وروستیو ورځو کې د کورونا ویروس زیاتوالی تاییدوي او د وضعیت د لاخرابېدو د احتمال خبرداری ورکوي. د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري ۸صبح ته ووېل چې په اوسني وخت کې دغو شمېرو ته په پام سره، په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو وضعیت د اندېښنې وړ نه دی، خو ښایي چې موسمي ناروغۍ او د هوا ککړتیا د کورونا ویروس د لاپراختیا لامل شي. دغه وزارت په کورونو کې د وګړو د شمېر زیاتوالی او د انفلوآنزا ویروس خپرېدل د کورونا ویروس د زیاتوالی لامل ګڼي او جوتوي چې اړتیا ده هېوادوال روغتيايي سپارښتنو؛ له هغې ډلې د ماسکونو کارولو ته ژمن وي. مېرمن جعفري وايي چې پر نورو روغتیايي سپارښتنو سربېره، د ماسکونو کارول،د دغه ویروس د لاخپرېدو په تېره بیا په ژمي کې مخنیوی وکړي.
دغه وزارت که څه هم وایي چې د کورونا ویروس د خپرېدو د دوهمې څپې احتمال مطرح دی، خو د دوی په وینا، افغانستان تراوسه ددغه ویروس له لومړي پړاوه نه دی تېر شوی. مېرمن جعفري زیاتوي: «که څه هم دغه وزارت په هېواد کې په کورونا د اخته وګړو شمېر تر شپږ سلنې راکم کړی و، خو اوس دا شمېر ۱۵ تر اوولس سلنې ته لوړ شوی دی. نوموړې جوته کړه چې که د کورونا ویروس د خپرېدو کچه په ثابت ډول تر ۵ سلنې کمه شي، هغه مهال د کورونا ویروس لومړی پړاو پای ته رسېدلی بللی شو. خو روغتیا وزارت په هرات کې په کورونا د اخته وګړو د زیاتوالي لامل تخنیکي مسایل وبلل، ځکه د چارواکو په وینا په دې ولایت کې په ځینو دلایلو ددغه ویروس آزموینې یوه اونۍ ځنډېدلې وې. د نوموړي وزارت د روغتیایي خدماتو معین وحید مجروح، په مشرۍ چې یو پلاوی هرات ته تللی ؤ، په دې ولایت کې یې د کورونا وضعیت عادي بللی دی. خو چارواکو وېلي چې په ځینو ولایتونو لکه پروان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د چارواکو په وینا، د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستلو په کورونا د اخته وګړو پر شمېر دومره اغیز نه دی کړی، خو اړتیا ده چې محصلین او زده کوونکي روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي؛ په تېره بیا د ماسکونه وکاروي. له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت له ډېرې مودې راهیسې، د کورونا د دوهمې څپې په وړاندې د مبارزې لپاره تیاری نیولی دی.
معصومه جعفري وایي چې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو، روغتیایي وسایلو د برابرولو او روغتیایي مرکزونو د پراختیا یوه طرحه جوړه شوې او هغه نیمګړتیاوې چې د کورونا ویروس د لومړۍ څپې پرمهال موجود وې لیرې شوې دي. دا په داسې حال کې دي چې د ولسمشر دوهم مرستیال او له کورونا سره د مبارزې د کمیټې رییس محمد سرور دانش، د کورونا ویروس د دوهمې څپې په وړاندې د مبارزې په اړه ووېل چې باید په مسوولانه او رڼه توګه عمل وشي او د هر ډول سرغړونې او فساد مخه ونیول شي.
له دې مخکې د روغتیايي چارو کارپوهانو ۸صبح ته وېلي و چې سړه هوا د کورونا ویروس د خپرېدو لامل کېږي او چارواکي باید ددغه ویروس له بیا خپرېدو وړاندې، ټولنیز محدودیتونه عملي کړي. د عامې روغتیا وزارت رسنیو ته ویلي چې د محدودیت د عملي کولو شرایط نه لري او دوی ددې وس نه لري چې د ښوونیزو مرکزونو د فعالیت او د خلکو د کاروبار مخه ونیسي، ځکه د چارواکو په وینا، د افغانستان ټولنیز شرایط له نورو هېوادونو سره توپير لري. د وېلو ده چې د روغتیایي چارو د کارپوهانو په خبره، هېوادوالو په یو ډول دغه ناروغي تېره کړې ده.
تراوسه په هېواد کې ۱۱۹ زره او ۹۹۴ د کورونا ویروس آزموینې شوي چې له هغې ډلې ۴۰ زره او ۸۳۳ یې مثبتې تشخیص شوې دي. په هېواد کې په کورونا ویروس له اخته وګړو څخه یو زر او ۵۱ تنه مړه شوي او ۳۴ زره او ۱۲۹ نور روغ شوي دي.
په دې توګه، ‏په اوسني وخت کې پنځه زره او ۱۹۰ فعال موردونه موجود دي. دا شمېر دوې میاشتې مخکې کابو څلور زره تنو ته راکم شوی ؤ. د وېلو ده چې د روغتیا وزارت د ارزونو له مخې، تراوسه کابو لس میلیونه وګړو په هېواد کې کووېد نولس ناروغي تېره کړې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګرو ملتونو د افغانانو د زغم او ستونزو پر وړاندې د درېدو ستاینه وکړه
خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانانو د زغم او ستونزو پر وړاندې د درېدو ستاینه وکړه

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792823005]
د پولیو نړیواله ورځ؛ له پولیو پاک افغانستان بنسټ د ماشومانو پر واکسینولو ټینګار وکړ
خبرونه

د پولیو نړیواله ورځ؛ له پولیو پاک افغانستان بنسټ د ماشومانو پر واکسینولو ټینګار وکړ

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792820526]
ملګرو ملتونو له افغانستانه پر ملاتړ ټینګار وکړ
خبرونه

ملګرو ملتونو له افغانستانه پر ملاتړ ټینګار وکړ

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792819820]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.