۸صبح، جوزجان: جوزجان او سرپل ولایتونو کې سیمهییزې سرچینې په دغو ولایتونو کې د سړې هوا له امله د مړینو د زیاتوالي خبر ورکوي.
جوزجان کې سیمهییزې سرچینې چهارشنبه د مرغومي پر اتهویشتمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې په دغه ولایت کې د هوا د بېمخینې سړوالي له امله د ۵ ښځو او ۴ ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه مړه شوي دي.
د سرچینو په وینا ۴ نارینه، ۳ درې ماشومان او ۱ ښځه د جوزجان په خماب، ۳ نارینه او ۲ ښځې په خانقاه او درې نارینه، ۲ ښځې او یو ماشوم په اقچه ولسوالۍ کې مړه شوي دي.
سرپل کې هم سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د ۴ تنو د مړه کېدو خبر ورکوي.
سرچینې زیاتوي، چې ۲ نارینه او ۲ ښځې په صیاد او سانچارک ولسوالیو کې د هوا د سړوالي په پایله کې له منځه تللي دي.
تېره ورځ هم سختې یخنۍ د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۷ تنو ژوند واخیست.
د ویلو ده، چې په وروستیو ورځو کې سختې یخنۍ افغانانو ته درانه مالي زیانونه او ځانی تلفات اړولي دي.