۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې روغتیايي سیستم د ړنګېدو په حال کې دی او که چټک اقدامات ونه شي، هېواد به له انساني ناورین سره مخامخ شي.
د نړۍ د روغتیا سازمان رییس تدروس آهانوم د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۳۱مه نېټه په یوه بیانیه کې ویلي چې کابل ته په سفر کې دې پایلې ته رسېدلی چې په افغانستان کې روغتیايي سیستم د ړنګېدو په حال کې دی او باید د هېواد مهمې اړتیاوې په چټکه توګه پوره شي.
تدروس زیاته کړې: «موږ د ملګروملتونو سازمان د بې طرفۍ او خپلواکۍ د اصولو پراساس د اختلافاتو د لیرې کولو لپاره په رغنده خبرو اترو کې د افغانستان په جګړه کې د قرباني میلیونونه افغانانو د ژغورنې فعالیتونو ته دوام ورکوو.»
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د افغانستان له تر ټولو لويو پروژو د مرسته کوونکو د مالي ملاتړ کمښت، په هېواد کې په زرګونه روغتیايي مرکزونه له بودیجې بې برخې کړي دي. په اوسني وخت کې طبي وسایلو ته اړتیا ده او کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.
هغه جوته کړې چې زیات شمېر دغه مرکزونه تړل شوي او په اوسني وخت کې په افغانستان کې یوازې ۱۷ سلنه روغتیایي مرکزونه فعال دي.
د تدروس آدهانوم په باور د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل، د لومړنیو روغتیایي څارنو په تېره بیا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو او کورونا واکسین پر بهیر ناوړه اغیز لري.
له بلې خوا، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ۱۳۰ روغتیايي مرکزونو او د ۶۷ وینې د بانکونو لپاره د وسایلو د برابرولو په ګډون له یوه پراخ پروګرامه ملاتړ په افغانستان کې د دغه سازمان موخه ده.
د افغانستان د روغتیا سیستم د ړنګېدو په اړه هکله خبرداري په داسې حال کې مطرح کېږي چې د روغتیا د نړیوال سازمان رییس تدورس آدهانوم د یوه پلاوي په مشرۍ د هېواد د روغتیايي وضعیت د ارزولو په موخه د وږي په ۲۹مه نېټه کابل ته راغلی و.





