د ښځو د ځانګړو کافي خونو او رستورانټونو یو شمېر مالکان د خپلو کاروبارونو له ځوړه شکایت کوي. دوی وايي چې ښځې او نجونې نور د تېر په څېر کافي خونو او رسټورانټونو ته نه ورځي. د دوی په وینا، تر دې وړاندې په ټول افغانستان کې د ښځو په پانګونې او مدیریت سره شاوخوا ۳۰۰ رستورانتونو فعالیت درلود، خو اوس دا شمېر نږدې ۱۵۰ رستورانتونو ته راکم شوی دی. د دغو رستورانتونو د مالکانو په وینا، د پېرېدونکو کمښت د دې لامل شوی چې د دوی عاید ان د کرایې، برېښنا، مالیې او نورو لومړنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره بسنه ونه کړي. دوی خبرداری ورکوي که دا وضعیت دوام ومومي، اړ به شي چې د خپلو کافي خونو او رستورانټونو دروازې وتړي. له دې هممهاله، یو شمېر نجونې وايي چې د اقتصادي ځواک د کمښت، د دندو او عاید د له لاسه ورکولو او د طالبانو له ځواکونو سره د مخامخ کېدو د وېرې له امله غوره ګڼي چې کافي خونو او رستورانټونو ته لږ لاړې شي.
د کابل ښار د یوې کافي خونې څښتنه سحر (مستعار نوم) د کافيخونو د کارو بار د خرابېدو په تړاو اندېښنه ښيي. نوموړې وایي چې د طالبانو د محدودیتونو په زیاتېدو سره، د پېرېدونکو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو شمېر چې د هغې د کافي خونې لویه برخه مشتریانې وې، خورا کم شوی دی.
دا مېرمن وايي: «له ټولو ستونزو سره سره، په تېر کې د مشتریانو تګ راتګ ښه و. موږ د ښځو لپاره جلا او ځانګړې برخه هم لرو او ځینې ورځې به دومره ګڼه ګوڼه وه چې د ځای له کمښت سره به مخ کېدو. خو اوس ډېر لږ خلک کافي خونې ته راځي او ډېری مشتریان که را هم شي، له یوه چای پرته بل څه نه غواړي. هر ځل چې د طالبانو له خوا د نجونو د نیولو تازه څپې پیلېږي، تر څو ورځو پورې هیڅ نجلۍ کافي خونې ته نه راځي. هلکان هم معمولاً په کافي خونه کې کېناستلو ته دومره لېوالتیا نه لري او حضور یې خورا محدود دی.»
سحر خبرداری ورکوي چې د دغه وضعیت دوام د هغې د کافي خونې د تړل کېدو لامل کېدای شي او زیاتوي: «زموږ ډېری مشتریانې نجونې وې، خو اوس هغوی نه راځي؛ ځینې یې د اقتصادي ستونزو او ځینې نورې یې د طالبانو له وېرې. په داسې حال کې چې د کرایې، برېښنا، مالیې او نورو لګښتونو دروند بار لا هم زموږ پر اوږو دی. که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، مجبور یو چې کافي خونه وتړو.»
د نجونو او ښځو د یوه ځانګړي رستورانت څښتنه رویا (مستعار نوم) هم د خپل کاروبار له پام وړ کموالي شکایت کوي. هغه وايي د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابېدو او پر ښځو د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونو د رستورانټونو او کافي خونو فعالیتونو ته تر ټولو لوی زیان رسولی دی.
د رستورانټ دغه څښتنه وايي: «د خلکو اقتصادي وضعیت خورا خراب شوی او ډېری خلک نور د رستورانټونو او کافي خونو د لګښتونو توان نه لري. له بلې خوا، هغو محدودیتونو چې طالبانو پر ښځو لګولي، د دغې برخې فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.»
رویا زیاتوي: «د رستورانټونو ډېری ښځینه مالکانې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د کرایې، برېښنا، مالیاتو، د فعالیت د جواز او نورو درنو لګښتونو د ډېرو ښځو لپاره د کار دوام ستونزمن کړی دی. له همدې امله، یو شمېر هغه رستورانټونه چې ښځو پکې پانګونه کړې وه، د تړلو پړاو ته رسېدلي دي. »
نوموړې وایي:« تر دې وړاندې په ټول افغانستان کې د ښځو په پانګونې او مدیریت سره شاوخوا ۳۰۰ رستورانټونو فعالیت درلود، خو له بده مرغه اوس دا شمیر نږدې ۱۵۰ فعالو رستورانټونو ته کم شوی دی.»
رخسار (مستعار نوم) وايي چې تر دې وړاندې به لږ تر لږه په اوونۍ کې یو ځل کافي خونې ته تله، خو اوس ورته داسې امکان نشته. هغه وايي: «پخوا ما پخپله کار کاوه او عاید مې درلود، له همدې امله په اوونۍ کې یو ځل کافي خونې ته تلم. خو اوس نه مالي توان لرم او نه هم انګېزه او شوق. له طالبانو وېرې هم دا جرئت رانه اخیستی چې هلته لاړه شم.»
دا مېرمن زیاتوي: «پخوا به زه له خپلو ملګرو سره کافي خونې ته تلم، ساعتونه به مو سره خبرې کولې، عکسونه به مو اخیستل او د ورځني ژوند ستړیاوې به مو هېرولې. خو اوس د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ځواکونو له چلند وېره او اندېښنه دومره زیاته شوې چې غوره ګڼو په کور کې پاتې شو. زما ملګرې هم نور د پخوا په څېر کافي خونې ته نه ځي.»
شهلا (مستعار نوم) هغه نجلۍ چې پخوا یې د خپل وزګار وخت یوه برخه په کافي خونو کې تېروله او هلته به یې له خپلو خورلڼو سره خبرې او کله ناکله کتابونه لوستل، وايي چې د کافي خونو د مشتریانو کموالي بېلابېل لاملونه لري.
شهلا زیاتوي: «د اوسنیو شرایطو له امله پیدا شوي رواني فشارونه او خپګان هم د خلکو پر روحیې ژور اغېز کړی دی. ډېری کسان نور د پخوا په څېر د بهر وتلو، چکر وهلو، خوښیو نمانځلو او یا ان د وړو ناستو د جوړولو انګېزه نه لري. همدا لاملونه دي چې کافي خونې د تېر پرتله د مشتریانو له بېساري کمښت سره مخ کړي دي.»
دا مېرمن وايي: «یو له تر ټولو مهمو لاملونو خراب اقتصادي وضعیت دی. ډېری خلک نور د کافي د لګښتونو د ورکولو توان نلري. له بلې خوا، شته محدودیتونه او ټولنیز شرایط د دې لامل شوي چې د خلکو تګ راتګ او د غونډو جوړول د تېر په پرتله په مراتبو کم شي.»
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو کارپوه قادر (مستعار نوم) وايي چې په اوسنیو شرایطو کې کافي خونو ته تلل له ټولنیزې اړتیا په یوه لوکس او اضافي لګښت بدل شوي دي او نه له اقتصادي پلوه د کورنیو په لومړیتوبونو کې ځای لري او نه له ټولنیز پلوه.
دا کارپوه وايي: «په تېر کې کافي خونې د ځوانانو د راټولېدو، ارامښت او د ورځني ژوند د ستړیاوو د لیرې کولو ځایونه وو. کورنۍ، کوژدن شوي کسان او ملګري به په خپل وزګار وخت کې په کافي خونو کې راټولېدل، خو اوس کافي ته تلل په یوه غیرضروري لګښت بدل شوي دي. له یوې خوا، د خلکو د پېرلو ځواک کمښت د دې لامل شوی چې دا موضوع په لومړیتوبونو کې نه وي او له بلې خوا، شته محدودیتونو داسې شرایط راوستي چې ځوانان نور هغه ارامښت او فضا چې پخوا به یې په کافي خونو کې لټوله، هلته نه شي موندلای. دغه راز کورنیو هم د ښځو او نارینه وو د برخو د جلا کېدو له امله کافي خونو ته د تګ پخوانۍ انګېزه له لاسه ورکړې ده.»
د اقتصادي چارو دغه کارپوه زیاتوي: «د خلکو د پېرلو ځواک کمښت، د برېښنا د لګښتونو لوړوالی، درنې مالیې او لوړې کرایې، هغه مهم لاملونه دي چې د کافي خونو کاروبار یې له ځوړ سره مخ کړی دی. پر دغو مواردو سربېره، د اقتصاد عمومي ځوړ، د ځوانې او عصري طبقې د یوې لویې برخې کډوالۍ چې د کافي خونې کلتور یې رامنځته کړی و او دغه راز محدودیتونه، د کافي خونو د کارو بار د خرابېدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوي دي. طالبانو په دولتي ادارو او د خصوصي سکټور په ډېری برخو کې د ښځو کار کول بند کړی او د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ښوونیزو مرکزونو دروازې هم تړلې دي. پر دې سربېره، پر تګ راتګ پراخ محدودیتونه، په عمومي ځایونو کې پر حضور بندیز او د حجاب جبري کېدل، هغه نورې ننګونې دي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې ورسره مخ دي.





