• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

طالبانو ته د امریکا او ایران ترمنځ د پاکستان د منځګړیتوب پایلې

ولید طارق ولید طارق
۷ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶ [t_time:1782662866]
Pexels

Pexels

پاکستان د سیمه‌ییزو معادلو په ډګر کې یو هوښیار او اغېزمن لوبغاړی دی. دغه هېواد په ۱۹۴۷ میلادي کال کې له جوړېدو راهیسې تر دې دمه، د سیمه‌ییزو بدلونونو په ځانګړې توګه د سړې جګړې پر مهال د امریکا او شوروي اتحاد ترمنځ، مهم رول لوبولی دی. د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته هم د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د مبارزې د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه له پاکستان سره په همکارۍ پر مخ تللې ده. که څه هم اسلام‌اباد تل څو اړخیزه پالیسي غوره کړې او هڅه یې کړې چې له بېلابېلو قدرتونو سره د اړیکو له لارې خپلې ګټې او امتیازات خوندي کړي.

پاکستان په اوسنیو شرایطو او د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ او پوځي نښتو د زیاتېدو په ترڅ کې یو ځل بیا د خپلې فعالې ډيپلوماسۍ په کارولو هڅه کړې چې د دواړو لوریو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي. دغه هېواد له دې وړاندې هم په ځینو مهمو سیمه‌ییزو بدلونونو کې د منځګړیتوب رول لوبولی، خو په روان کړکېچ کې د داسې رول ترسروای د سیمې او نړۍ په کچه ځانګړی ارزښت لري او کولی شي وښيي چې اسلام‌اباد هڅه کوي د سیمې په جیوپولیټیکي اړیکو کې خپل ځای بیا تعریف کړي.

پاکستان له یوې خوا هڅه کوي له امریکا سره خپلې ستراتېژیکې اړیکې پیاوړې کړي او له بلې خوا د ګډو پولو، اقتصادي اړیکو او امنیتي اندېښنو له امله یې له ایران سره خپلې اړیکې هم ساتلې دي. سربېره پر دې، اسلام‌اباد له چین سره د نږدې اړیکو تر څنګ له امریکا سره هم خپلې اړیکې روانې ساتلې دي. د داسې رول لوبول هوښیارې، متوازنې او حساسې ډيپلوماسۍ ته اړتیا لري. همدارنګه د تهران او اسلام‌اباد ترمنځ ګډې امنیتي اندېښنې د پاکستان لپاره د منځګړیتوب رول لوبولو لپاره مناسبه زمینه برابره کړې ده.

پر دې سربېره، پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره بېلابېلې انګېزې لري، چې مهمې یې دا دي:

۱. د لوېدیځو پولو امنیت ساتل او تر پاکستانه د کړکېچ د خپرېدو مخنیوی؛

۲. په نړیواله کچه د ځای‌ځایګي او باور لوړول؛

۳. د اقتصادي ګټو ډاډمنول او ساتل.

په دې وروستیو کالو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې ناامني زیاته شوې ده. د پاکستاني طالبانو تحریک فعالیت د دغه هېواد د کورني امنیت مهم ګواښ ګرځېدلی دی. له همدې اړخه، پاکستان اندېښمن دی چې په ایران کې د جګړې پراخېدل ښايي د ناامنۍ لمن تر سرحدي سیمو په ځانګړې توګه تر بلوچستانه وغځوي او د امنیتي ستونزو شدت زیات کړي.

پاکستان د دغو اندېښنو ترڅنګ هڅه کوي چې د دغه رول په لوبولو ځان د سیمې د کړکېچونو په حل کې د اغېزمن لوبغاړي په توګه معرفي کړي او خپله ډيپلوماتیکه وړتیا وښيي. همدارنګه، دا هېواد هڅه کوي له امریکا او د فارس خلیج له عربي هېوادونو سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي. هېره دې نه وي چې پاکستان له سعودي عربستان سره پراخې امنیتي اړیکې لري او د دغه رول بریالی ترسروای کولی شي د نورو عربي هېوادونو باور او پام هم د اسلام‌اباد د ډيپلوماتیکو او امنیتي وړتیاوو پر لور راوکاږي.

بل پلو، پاکستان لا هم له اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخ دی او د ایران او امریکا ترمنځ د نښتو دوام ښايي پر دغه هېواد نور اقتصادي فشارونه هم زیات کړي. له همدې امله، د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د اسلام‌اباد هڅه، تر ډېره په اقتصادي ملاحظاتو کې رېښه لري.

د دغو ټکو ترڅنګ، د منځګړیتوب په رول کې د پاکستان احتمالي بریا کولی شي په افغانستان کې د طالبانو رژیم ته هم پایلې ولري. طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته هڅه کړې چې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره په اړیکو کې توازن رامنځته کړي څو د جیوپولیټيکي سیالیو له لارې بهرنۍ اړیکې پراخې او نړیوال فشارونه کم کړي. خو د سیمه‌ییزو قدرتونو د اړیکو ترمنځ هر ډول مثبت بدلون کولی شي د طالبانو د ډيپلوماتیک مانور چاپېریال محدود کړي.

همدارنګه په دغه منځګړیتوب کې د پاکستان بریا به د اسلام‌اباد ډيپلوماتیک دریځ نور هم پیاوړی کړي او دا هېواد به وکړای شي د ډېر ملاتړ لرلو له لارې د افغانستان او طالبانو په تړاو خپلې غوښتنې له امریکا او نورو سیمه‌ييزو لوبغاړو سره مطرح کړي. پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو غړي په افغانستان کې دي او د طالبانو له رژیمه یې غوښتي چې د دغې ډلې پر وړاندې ګام پورته کړي. که د پاکستان سیاسي او ډيپلوماتیک وزن زیات شي، ښايي پر طالبانو د دغه هېواد فشارونه هم لوړ شي.

بل پلو، د سیمه‌ییزو کړکېچونو په کمېدو ښايي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ لا ډېرې همغږۍ ته لاره چاره برابره کړي. پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه د ترهګرو ډلو د فعالیت، د نشه‌یي توکو د قاچاق او سرحدي بې‌ثباتۍ په اړه ګډې اندېښنې لري. څومره چې سیمه له پراخو کړکېچونو لرې کېږي، هومره د دغه هېوادونو ترمنځ د امنیتي او اقتصادي همکاریو د رامنځته کېدو شونتیا زیاتېږي. داسې بهیر، که څه هم کولی شي افغانستان ته ځینې فرصتونه رامنځته کړي، خو ښايي د سیمه‌ييز سیاست په کچه د طالبانو د عمل ازادي محدوده کړي.

البته، دا وضعیت تر ډېره طالبانو ته د زیان په مانا نه دی؛ ځکه افغانستان د خپل جیوپولیټيک موقعیت له امله لا هم د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا، په ځانګړې توګه د پاکستان، د نښلولو کړۍ ګڼل کېږي او دا موقعیت کولی شي د طالبانو رژیم ته هم فرصتونه برابر کړي.

په ټوله کې، د ایران او امریکا ترمنځ د پاکستان منځګړیتوب د یوې ډيپلوماتیکې هڅې په توګه ګڼل کېږي چې موخه یې د سیمې په معادلو کې د دغه هېواد د ځای ځایګي تثبیت دی. اسلام‌اباد هڅه کوي د دغه رول په لوبولو ځان د سیمه‌ییزو کړکېچونو د مدیریت اغېزمن او باوري لوبغاړی وښيي. که دا هڅې د تهران او واشنګټن ترمنځ د دوامدارو کړکېچونو په کمېدو ختمې شي، له شک پرته د افغانستان شاوخوا کې به هم د ځواک توازن بدلون مومي؛ داسې چې کولی شي طالبانو ته هم نوي فرصتونه او هم نوې ننګونې رامنځته کړي. دا چې طالبان تر کومه کولی شي د ځواک له دغې تازه موازنې سره ځان برابر کړي، هغه پوښتنه ده چې ځواب به یې راتلونکي پرمختګونه روښانه کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل
خبرونه

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791487243]
په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر د نتنیاهو د نیولو لپاره د ممداني غوښتنه «سیاسي ننداره» وبلله
بهرني خبرونه

ممداني: اسراییل د حماس بریدونه په غزه کې د «نسل‌وژنې» د توجیه لپاره کاروي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791484737]
یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی
خبرونه

یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791481025]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.