د تخت رستم احاطوي دېوال د جوړېدو چارې به ډېر ژر بشپړې شي
محمد عزيز پردېس

د سمنګان ولايت مرکز ايبک ښار کې د رستم تخت حفاظتي دېوال د جوړولو چارې يې څه موده وړاندې پيل شوې وې، په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ملي پراختيا شرکت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه دېوال چې ۴۶۰۰ متره اوږدوالی او ۳ متره لوړوالی لري مالي لګښت يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې ورکول کیږي او د رغولو چارې يې د ياد شرکت له لوري مخته وړل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د سمنګان ولايت يو شمېر اوسېدونکي په دې ولایت کې د تاریخي عابدو او د نامتو استوپو د ويجاړېدو په اړه اندېښنې لري او په دې هکله له اړوندو ادارو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
تخت رستم د کوشانیانو په وخت کې جوړ شوی چې له نوموتو ځایونو څخه شمېرل کیږي او هر کال ګن شمېر سیلانیان د دغه لرغونې سیمې د لیدلو په موخه سمنګان ولایت ته ورځي.