ننګرهار: هوایي بریدونو کې ۲۰ طالب وسله وال وژل شوي

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو پرمهال ۲۰ طالبان ووژل شوه.
د دې ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاءالله خوږیاڼی وایي، د ننګرهار سره رود ولسوالۍ «برککړک میاه ګانو» سیمه کې نن ماښام د طالبانو په مرکزونو بریدونه شوي.
خوږیاڼی زياتوي، بریدونو کې د طالبانو دوه مرکزونه له منځه وړل شوي او د بهرنیو اتباعو په ګډون ۲۰ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.
د ننګرهار والي د وياند په خبره، دې سیمه کې د ننګرهار لپاره د طالبانو نومول شوي والي شیخ ندا محمد هم شتون درلود، خو لا دقیقه نه ده چې هغه هم وژل شوی او کنه.
وسله والو طالبانو د دې تازه بریدونو او په کې د وژل شوو کسانو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.