۸صبح، کابل: د ترکیې حکومت ۳۰۰ افغان پناه غوښتونکي هلته د استوګنې اسنادو نه لرلو له کبله ایستلي دي.
ترکي رسنیو شنبه د لیندۍ پر لومړۍ راپور ورکړی چې دا افغانان په «وان» ښار کې له نیول کېدو وروسته په یوې چارتر الوتکې کې افغانستان ته لېږدول شوي.
د پولیتیکو، شپیګل او څو نورو رسنیو ګډ راپور هم ښيي چې افغان او سوریايي کډوال د ترکیې د شړلو په مرکزونو کې له «وهلو ټکولو او ناوړه چلند» سره مخ کېږي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې څه باندې ۳۰ زره افغانان تر نیول کېدو وروسته د ایستلو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې زرګونه افغانان په ځانګړې توګه پخواني نظامیان د غچ اخیستنې له وېرې هېواد پرېيښی او اوس د جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي.
تازه پنځه پخواني نظامیان چې له ایرانه راستانه شوي او پنجشیر ته روان وو، تر نیول کېدو وروسته نامعلوم ځای ته وړل شوي دي.





