۸صبح، کندهار: سیمهییزې سرچینې وايي چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله په امر د کندهار نوم «کندهار شریف» ته بدل شوی دی.
سرچینو پنجشنبه د لړم پر ۲۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې ملا هبتالله یو کال مخکې امر کړی و چې د کندهار نوم «کندهار شریف» ته بدل شي.
د سرچینو په خبره، په کندهار کې د طالبانو والي اړوندو ادارو ته امر کړی چې له دې وروسته د دغه ولایت نوم «کندهار شریف» ولیکي.
سرچینو زیاته کړې چې له دغه امر وروسته د دغه ولایت په ځینو سیمو کې پر یو شمېر لوحو د «کندهار شریف» نوم لیکل شوی دی.






