۸صبح، کابل: اروپايي پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه یو پرېکړهلیک تصویب کړی او ویلي دي چې طالبان دې د «خپلو جنایاتو» په اړه ځوابویوونکي واوسي.
اروپايي پارلمان دا پرېکړهلیک پنجشنبه د کب پر ۲۴مه په ۵۱۳ موافقو، نهو مخالفو او ۲۴ ممتنع رایو تصویب کړی دی.
د اروپايي پارلمان استازو زور زیاتی او جنسیتي اپارتاید غندلی او له طالبانو یې غوښتي چې د خپلو «جنایاتو» په اړه ځوابویوونکي واوسي.
د هغوی په خبره، طالبانو قضايي سیسټم له منځه وړی او امر یې کړی څو په بشپړ ډول د «شریعت قوانین» پلي شي.
بلخوا، د دغه پارلمان استازو ویلي چې طالبانو ښځې او نجونې له ټولییز ژوندانه ګوښې کړې دي.
د اروپايي پارلمان استازو له طالبانو غوښتي چې سمدستي دې ښځو او نجونو ته په ټولییز ژوندانه کې په ځانګړي ډول زدهکړو او کار ته د لاسرسي اجازه ورکړي.
یاده دې وي چې طالبانو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې ښځې او نجونې له خپلو انساني حقونو محرومې کړې دي.
طالبانو په دې موده کې د ښځو پر وړاندې لسګونه فرمانونه صادر کړي چې پکې د کار، زدهکړو او تګ راتګ په برخه کې محدودیتونه راځي.