۸صبح، هرات: په هرات کې سیمهییزو سرچینو په دغه ولایت کې د اورلګېدنې له کبله د یو کس د مړينې او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
دا اورلګېدنه پنجشنبه د کب پر ۲۴مه له غرمې وروسته د هرات ښار اړوند د «چهار سوق» سیمې د تیلو په یو پلورنځي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په خبره، په دې پېښه کې د حبیبالله فیضي په نوم یو کس مړ شوی دی.
ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي بیا وايي چې د طالبانو د اور وژنې ډله سیمې ناوخته رسېدلې او په وینا یې، دا چاره د اور د پراخېدو لامل شوې ده.
تر دې دمه په هرات کې ځايي طالب چارواکو څه ویلي نه دي.
څه موده وړاندې هم د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د اور لګېدنې له کبله یو ماشوم مړ شوی و.