۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټامس نیکلاسن وایي، چې دغه ټولنه او بریتانیا له افغانانو د ملاتړ لپاره د لا زیاتو لارو د څېړلو په حال کې دي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي شنبه ماسپښین د سلواغې پر اتمه نېټه په یوه ټویټ کې سویلي اسیا کې د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو په چارو کې د بریتانیا د لومړي وزیر له استازي طارق احمد سره په لندن کې د لیدنې خبر ورکړی دی.
نیکلاسن ویلي: «موږ افغانستان کې د شته ننګونو او د دې په اړه، چې اروپایي ټولنه او بریتانیا څنګه کولای شي د افغانانو د بشري حقونو غوښتنو ته له زیان رسېدو پرته له هغوی د ملاتړ لپاره هڅو ته دوام ورکړي، بحث وکړ.»
نیکلاسن بریتانیا کې له مېشتو افغان دیپلوماتانو او کارپوهانو سره د لیدنې خبر هم ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي بریتانیا کې له مېشتو افغان دیپلوماتانو سره د خپلې لیدنې په اړه کره معلومات نه دي وکړي.