۸صبح، کابل: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ وايي چې د ځوانانو پر زدهکړو او مهارتونو د پانګونې له لارې د افغانستان له راتلونکې او ځوان نسل ته د کاري بوختیاوو له رامنځته کولو ملاتړ کوي.
اروپايي ټولنې چهارشنبه د چنګاښ پر ۲۴مه په اېکس کې لیکلي چې د ځوانانو لپاره د مهارتونو نړیوالې ورځې په مناسبت د زدهکړو، تخنیکي زدهکړو او کار زدهکړو له لارې افغان ځوانانو ته کاري بوختیاوې رامنځته کوي.
نوموړي بنسټ زیاته کړې چې د دغو پروګرامونو موخه، ځوانانو سره د کاروبار پیلولو او عایداتي سرچینو له برابرولو سره مرسته ده.
اروپايي ټولنې ټينګار کړی چې نجونې او هلکان دې د نننۍ نړۍ د اړتیا وړ مهارتونو ته لاسرسی ولري څو وکړای شي د خپلو ټولنو په پرمختګ کې اغېزمنه ونډه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ځوانان په ځانګړې توګه نجونې او ښځې له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ شوې دي.





