د اذربایجان او ارمنستان پوځیانو ترمنځ له مرګونو نښتو او کړکېچونو وروسته اروپایي ټولنه د دغو دوو هېوادونو په پولو کې د څارونکي ظرفیت له رامنځته کولو خبر ورکوي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل دوشنبه د اکټوبر پر ۱۷ یوه ټویټ کې ویلي، چې د اذربایجان او ارمنستان په پوله کې د ډاډ د رامنځته کولو په موخه ۴۰ څارونکي کارپوهان ځای پر ځای کېږي.
د بورل په وینا دغه کارپوهان په داسې حال کې ځای پر ځای کېږي، چې د دغو دوو هېوادونو په سرحدي سیمو کې ژوند له ګواښ سره مخ شوی دی.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول ټینګار کړی، چې دغه ټولنه په سویلي قفقاز کې د دوامداره سولې د ټینګښت لپاره مرستې ته ژمنه ده.
د ویلو ده، چې په روان کال کې د سرحدي اختلافونو له امله د اذربایجان او ارمنستان پوځیانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې دي.