تېره اونۍ کې د یونان او ترکیې په پوله کې د ۹۲ بربنډو پناهغوښتونکو له پیدا کېدو سره دواړو هېوادونو د دې قضیې په تړاو یو بل ګرم بللي دي.
ګارډین دوشنبه د اکټوبر پر ۱۵ راپور ورکړی، چې د یونان پولیسو له ترکیې سره د دغه هېواد شمالي پولې ته نږدې یو شمېر بربنډ کسان ژغورلي دي.
د یونان پولیسو په یوه بیانیه کې اعلان کړی، چې دغه پناهغوښتونکي جمعه د اکټوبر پر ۱۴ اوروس سیند ته نږدې، چې د یونان او ترکیې ترمنځ پوله په ډاګه کوي موندل شوي شوي.
د یونان پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد پولیسو او د اروپایي ټولنې سرحدي اژانس ځینو شواهدو ته لاس موندلی، چې ښیي دغه پناهغوښتونکي په رابري کښتیو کې له سیند څخه تېر شوي او د یونان خاورې ته دننه شوي دي.
د یونان پولیسو په بیانیه کې راغلي، چې پناهغوښتونکو د اروپایي ټولنې د سرحدي اژانس افسرانو ته ویلي، چې د ترکي چارواکو له خوا اړ ایستل شوي، چې په درېیو موټرو کې سپاره شي ترڅو پولې ته یې ورسوي.
د یونان د پولیسو په وینا پناهغوښتونکو شهادت ورکړی، چې په موټرو کې له سپرېدو مخکې بربنډېدو ته اړ ایستل شوي دي.
د یونان د کډوالۍ وزیر نوتیس میتاراچي پر خپله ټویټرپاڼه یو انځور خپور کړی، چې ښیي تر ۲۰ زیات بربنډ نارینه په پرانیستې فضا کې پراته دي.
میتاراچي لیکلي: «د هغو ۹۲ پناهغوښتونکو پروړاندې، چې نن مو وژغورل د ترکیې چلند د تمدن د شرم ځای دی. موږ له انقرې دا تمه لرو، چې دغه پېښه وڅېړي او له اروپايي ټولنې سره له خپلو پولو ساتنه وکړي.»
د ملګروملتونو سازمان هم د یوه بیانیې په خپرولو د دغه خبر پروړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د یونان او ترکیې په پوله کې د نږدې ۱۰۰ بربنډو کسانو له موندل کېدو سخت اندېښمن دي.
د ملګروملتونو سازمان ویلي: «موږ داسې ظالمانه او له سپکاوي ډک چلند غندو او د دې پېښې په تړاو د بشپړو څېړنو غوښتونکي یو.»
د ترکیې د اړیکو ادارې رییس او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لوړپوړی ویاند فخرالدین التون بیا په یو لړ ټویټونو کې، چې د یکشنبې پر ورځ یې خپاره کړي دي دغه تورونه «بېبنسټه» بللي دي.
د ویلو ده، چې ترکیه تل یونان د پناهغوښتونکو پروړاندې پر تاوتریخجنو راګرځولو تورنوي داسې حال، چې یونان ترکیه د اروپایي ټولنې پولو ته د پناهغوښتونکو پر مخکې کولو تورنوي.