د اګست ۱۴مه مې په دفتر کې د کار وروستۍ ورځ وه. له هماغه سهاره د کار ځای فضا درنه ښکارېده. همکارانو مې د افغانستان د سقوط، د طالبانو د پرمختګ، د پاسپورټ اخیستو او له هېواده د وتلو په اړه اندېښنو باندې خبرې کولې.
هر یو یې د راتلونکي او د کورنۍ د برخلیک په اړه اندېښمن و. کله چې مې هغه حالت لیده، ستونی به مې ډکېده او د ماشومتوب ترخې خاطرې به مې ژوندۍ کېدې؛ د جګړې، ناامنۍ، بېځایه کېدو او هغو کړاوونو خاطرې چې ګومان مې کاوه، نور به هېڅکله تکرار نه شي.
د ماسپښین شاوخوا دوه بجې له دفتره ووتلو او خپلو کورونو ته لاړو. کله چې کور ته ورسېدم، مور او د کورنۍ نور غړي راته په تمه و.
مور مې په لاس کې تسبیح نیولې وې. کله یې چې زه ولیدم، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې او ویې ویل: «ولې دې مبایل بند و او زنګ نه کېده؟» ما ورته کړل چې د مبایل چارج خلاص شوی و. هغې وویل: «شکر چې روغه رمټه کور ته ورسېدې، موږ درته اندېښمن و.»
مخ مې یې ښکل کړ او ورته ومې ویل: «اندېښنه مه کوئ، زه درسره یم.» بیا د جامو بدلولو لپاره خپلې کوټې ته لاړم. کله چې د ناستې خونې ته ننوتلم، ومې لیدل چې د ګاونډ څو ښځې له خپلو ماشومانو سره زموږ په کور کې راټولې شوې وې. ټولو په اندېښنې خبرونه څارل؛ څېرې یې غمجنې او سترګې یې له اوښکو ډکې وې. ټولو د طالبانو د بېرته راتګ او د تېرو جنایتونو د تکرار له وېرې، له هېواده د تېښتې په اړه خبرې کولې.
د طالبانو د لومړۍ او جنایتکارې واکمنۍ ترخې خاطرې یو ځل بیا د ټولو په ذهنونو کې راژوندۍ شوې وې. په همدې شېبه کې مې ستونی ډک شو او اوښکې مې روانې شوې. هغه ورځ رایاده شوه چې طالبانو مې پلار شهید کړ؛ دا خاطره مې د یوه کابوس په څېر یو ځل بیا سترګو ته راغله. هغه تریخ ماشومتوب رایاد شو چې له موږ څخه تروړل شوی و. دومره مې په زوره زوره وژړل چې ټولو هڅه کوله ارامه مې کړي؛ ځکه ماشومان ترهېدلي و.
هماغه مهال مې د خور یوې ټولګیوالې زنګ وواهه. خور مې له زنګ وروسته په اوښلنو سترګو وویل: «له بده مرغه، طالبانو نن زما د یوې ټولګیوالې ورور شهید کړی دی. هغې پنځه خویندې او یوازې یو ورور لاره، اوس یې هغه یو ورور هم له لاسه ورکړ. ټولګیوالې مې وویل چې طالبان بلخ ته رسېدلي دي.»
د دغه خبر په اورېدو مې حالت نور هم خراب شو. د ډېرې ژړا له امله راته ساه اخیستل ګران و او د سابندۍ احساس مې کاوه. مور مې وویل: «لورې، اوس د ژړا وخت نه دی. ژر شه، هر هغه سند، انځور یا مدرک چې ښايي ستا یا زموږ د ټولو ژوند له خطر سره مخ کړي، له منځه یې یوسو.»
د مور او خور په مرسته مې ټول هغه ستاینلیکونه، اسناد او عکسونه راټول کړل چې له خپلو کورنیو او بهرنیو همکارانو سره مې اخیستي و. انګړ ته مو یوړل، په یوه تشت کې مو کېښودل او یو په بل پسې مو اور ورته واچاوه. د هغو کاغذونو له سوځېدو سره داسې برېښېده، لکه د کلونو هڅې، هیلې او خاطرې مې هم په ایرو بدلېږي.
د هغو لاستهراوړنو د ترلاسه کولو لپاره مې ډېرې شپې بېخوبه تېرې کړې وې او ډېرې سختۍ مې ګاللې وې، خو ټولې یې یوازې په څو دقیقو کې له منځه لاړې. هر وار چې هغه صحنه رایادېږي، زړه مې سوځي.
هماغه مهال د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه هم نږدې کېدل. له کابل، هرات او له افغانستان څخه بهر مې خورلڼو او همکارانو یو په بل پسې زنګونه وهل او ما به په لنډه ځواب ورکاوه.
مور مې چې په مخ کې یې اندېښنه له ورایه ښکارېده، وویل چې څومره ژر کېږي، کور پرېږدو او د خور کور ته لاړ شو. موږ په بیړه روان شو، خو د لارې په نیمایي کې مې د ورور د ریکشا ټایر پنچر او تېل یې هم خلاص شول. هغه چې د تېلو د موندلو لپاره تللی و، داسې صحنه مې ولیده چې هېڅکله به مې له یاده ونه وځي.
د وطن ستړي، له دوړو ډک او بېوسه سرتېري د خلکو د کورونو دروازې ټکولې او زارۍ یې کولې چې ملکي جامې ورکړي، یا داسې ځای ورته برابر کړي چې پکې پټ شي او خپل ژوند وژغوري. داسې ښکارېده چې د هغوی د لهجې له مخې، د نورو ولایتونو و او د مزارشریف له خلکو او ښار سره بلد نه و. مخونه یې له دوړو ډک و او یوازې یې سترګې ښکارېدې. هغه شېبه مې په خپلو سترګو د وطن او د هغو سرتېرو د ماتې تریخ انځور ولید؛ داسې چې کله اوس هم رایاد شي، زړه مې سوځېږي.
د ورور له راتګ او ریکشا جوړولو وروسته مو بېرته خپل سفر ته دوام ورکړ. ټوله لار مې په ژړا تېره کړه، تر دې چې ماښام د خور کور ته ورسېدو. هغه شپه یوه شېبه هم د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږ نه درېده.
خپلې خورلڼې خالدې ته مې زنګ وواهه او د حالاتو په اړه مې ترې وپوښتل. هغې په دروند غږ وویل: «تسلیت، مزار سقوط وکړ او یو ځل بیا یوه پېړۍ شاته لاړو.» طالبان ښار ته ننوتلي او لومړنی اقدام یې پر زندان برید او د بندیانو خوشې کول و. د ډزو غږونه، د طالبانو د سندرو په بدرګه د خوښۍ چیغو او نارو ټول ښار نیولی و.
سړکونه د طالبانو له موټرسایکلونو ډک و او مزارشریف پر چوپ، وېرېدلي او بېروحه ښار بدل شوی و. خلک په درنه چوپتیا کې ډوب و.
بل سهار خبر راغی چې ډېر خلک له ښاره تښتېدلي دي. ویل کېدل چې ځينې هغه کسان چې غوښتل یې له هېواده ووځي، په حیرتان کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي. ځینې وژل شوي او د یو شمېر نورو د برخلیک په اړه لا هم هېڅ معلومات نه شته.
په راتلونکو ورځو کې ډېرو خلکو د خپلو کورونو وسایل، لکه کټونه، فرنیچر، مېزونه، غالۍ او د ژوند نور اړین توکي د پلور لپاره ایښي و؛ داسې لکه ټول د وطن پرېښودو ته چمتو کېږي.
دوه ورځې وروسته بېرته خپل کور ته ستانه شو. کله چې ورسېدو، ومو لیدل چې د ځینو ګاونډیانو دروازې ماتې شوې وې او طالبانو یې کورونه نیولي و. ځینې کورونه د طالبانو پر پوځي مرکزونو بدل شوي و او یو ځل بیا د خلکو پر ژوند د وېرې او استبداد دروند سیوری خپور شوی و.
هغه ورځې د میلیونونو افغانانو لپاره د کړاو، بېبرخلیکۍ او غم د یوه نوي پړاو پیل و؛ داسې ورځې چې خاطرې به یې هېڅکله راڅخه هیرې نه شي.
هغه ورځې چې ځينې هېوادوال مو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د کابل هوايي ډګر ته تللي و او د لویو امریکايي الوتکو په مرسته یې هېواد پرېښود. ان ځینې ځوانان له امریکايي الوتکو راولوېدل؛ هغه شېبه راته د بشر او انسانیت د سقوط یوه نښه وه.





