بڼوال وایي چې د وروستیو جګړو او هوائي بريدونو له امله ددغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د انارو ډېرې وني وچې شوې او خلکو ته درانه زیانونه رسېدلي دي.
دغه اوسېدونکي وایي چې له ځينو بڼونو آن د جګړې د سنګرونو په توګه کار اخیستل شوی دی.
حضرت عمر او صديق الله د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د انارو بڼونه لري. دوی وایي د وروستیو جګړو او هوائي بريدونو له امله یې د بڼونو زیاته برخه ویجاړه شوې او له امله یې درانه اقتصادي زیانونه ورته رسېدلي، دوی په جګړه کې د اوښتو زیانونو د جبرانولو غوښتنه کوي.
حضرت عمر وايي:«دلته جګړه زیاته وه او د دې سیمې د اوسېدونکو ډېری بڼونه ویجاړ شول، پر مالي زیانونو سربېره ځاني زیانونه هم ورته رسېدلي او د ځینو د بدن غړي پرې شوي دي. زموږ شمتني او کورونه ویجاړ شول او له بڼونو مو د سنګرونو په توګه کار اخیستل کېده چې ډېر ځله د شپې له خوا بمباري هم پرې کېده.»
صدیق الله هم په ارغنداب ولسوالۍ کي د انارو لوی بڼ لري او وايي چي باغ یې د پوځي مرکز په توګه کارول کېده.
نوموړي زیاتوي: «په دې سیمه کي تر ټولو زیاته جګړه زما په بڼ کې وشوه چې ډېری ونې ویجاړې او یا هم زیانمنې شوې دي. ددې ترڅنګ وچکالۍ هم د دوی بڼونو ته زیان رسولی دی، په داسې حال کې چې له کلونو راهیسې مو په دغه بڼ کې زیار ایستلی خو اوس له ناوړه حالت سره مخ شوی دی.»
له بلې خوا، د کندهار د کرنې ریاست په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوول نصرالله زهير وایي، په ارغنداب کې شاوخوا څلور سوه زره د انارو ونې، د اوبو سيستم او بڼونه د وروستیو جګړو له امله زیانمن شوي دي.
زهير له طالب چارواکو غواړي، چې په کندهار کې له زيانمنو بڼ لروونکو سره مرستې وکړي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوول نصرالله زهیر وایي، د ارغنداب ولسوالۍ له اوسېدونکو سره باید د کرنیزو وسایلو او خوراکي توکو مرستې وشي، ځکه د دوی د عوایدو یوازینۍ سرچینه همدا بڼونه دي.
په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله د بڼونو ترڅنګ ګڼ شمېر کورونه هم زيانمن شوي او زرګونه کورنۍ له خپلو سيمو نه کډې کولو ته اړ شوې دي، چې ډېری دغه کورنۍ په سخته بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د کندهار ولایتي چارواکو تراوسه په دغه ولایت کې له اړمنو او د جګړې له امله زيانمنو کورنیو سره مرستې نه دي کړې، خو له مرستندويه بنسټونو يې په نوموړي ولایت کې د فعاليت د پیلولو غوښتنه کړې ده.
د کندهار ارغنداب ولسوالي د هېواد په کچه له هغو ولسوالیو څخه ده چي هر کال د انارو زیات حاصلات چې په بازارونو کې له خورا شهرته برخمن دي ترې ترلاسه کېږي.