۸صبح، کابل: «له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین» له پای ته رسېدو سره هممهاله د ملګرو د خوړو او کرنې سازمان (فایو) له افغان مېرمنو څخه د ملاتړ پر دوام ټينګار کړی دی.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د لیندۍ پر ۱۹مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې افغان مېرمنې په سختو شرایطو کې د خپلې کورنۍ او ټولنې د اړتیاوو پوره کولو لپاره کار کوي.
فایو ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه دې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي.
یاد بنسټ ویلي چې افغان ښځو ته د اړتیا وړ سرچینو، وسایلو او روزنې برابرول کولی شي د دوی له روښانه راتلونکي سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر ضد دفتر (UNODC) اعلان کړی چې «له ښځو سره د تاوتریخوالي د پای ته رسولو کمپاین» په پای ته رسېدو اړتیا ده چې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ هڅې دوام وکړي.
نوموړي بنسټ زیاته کړې: «د تاوتریخوالي او تبعیض لپاره هېڅ پلمه نه شته.»





